پاکستان کې افغان خبریالان: کاناډا دې زمونږ د کډوالۍ غوښتنې ته پام وکړي

یو شمېر افغان خبریالان چې پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته پاکستان ته تللي، د کاناډا له حکومت څخه غواړي چې د دوی د کډوالۍ غوښتنې ته رسیدګي وکړي.

د عبدالله ولي زاده په نوم یو افغان خبریال د دوشنبې په ورځ جولای ۱۸ (چنګاښ ۲۷) امریکا غږ ته وویل چې اوس مهال د رسنیو ۳۵۰ کار کوونکو او خبریالانو د طالبانو له ویرې پاکستان ته پناه وړې چې د څو میاشتو راهیسې «له سختو روحي او رواني» ستونزو سره مخ دي.

هغه وویل: "موږ خبریالان چې په افغانستان کې له زیانمنو شوو ډلو څخه یو او د هغو ۴۰زره افغان کډوالو له جملې څخه یو چې د کاناډا حکومت یې د قبلولو ژمنه کړې وه. د کاناډا له حکومت څخه غواړو چې زموږ د کډوالۍ غوښتنې ته رسیدګي وکړي."

یاد افغان خبریالان چې امریکا، کاناډا او اروپايي هیوادونو ته د وتلو په نیت پاکستان ته تللي ویل کیږي چې اوس مهال د هغه بنسټونو لخوا چې د دوی ملاتړ یې کاوه ورته خاصه پاملرنه نه کیږي.

په اسلام آباد کې د یادو معترضو خبریالانو په وینا پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته د بیان ازادي له منځه تللې او په دغه هیواد کې د خبریالانو په وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی دی. دوی زیاتوي چې اوس مهال ګڼ شمېر افغان خبریالان په خرابو شرایطو کې په افغانستان کې بند پاتې دي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تر دې مخکې د افغان خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي راپورونه رد کړي وو، خو په اسلام آباد کې د مېشتو افغان خبریالانو د تازه اعتراض په اړه یې څه نه دي ویلي.

په تېر اګست میاشت کې پر افغانستان د طالبانو تر واکمن کېدو وروسته، د کاناډا حکومت له ګواښ سره مخ ۴۰زره افغان کډوالو د منلو اعلان وکړ.

یادو افغان خبریالانو د کاناډا پر حکومت نیوکه کړې او ویلي یې دي چې تر دا مهاله یې، "له ګواښ سره مخ افغان خبریالانو د ایستلو په برخه کې کوم مشخص اقدام نه دی کړی".

په اسلام آباد کي اعتراض کوونکو افغان خبریالانو په یو پرېکړه لیک کې ویلي: "نن چې زموږ ژوند هم په پاکستان او هم په افغانستان کې له ګواښ سره مخ دی، د کاناډا حکومت دې بشر دوستانه قوانینو ته په توجه زموږ د ایستلو شرایط برابر کړي. ځکه چې کاناډا هر کال له نړۍ څخه زرګونه کډوال قبلوي. نن چې موږ له ځپل شوو کسانو څخه یو دا خپل حق ګڼو چې زموږ د انتقال لپاره عملي اقدام وشي".

دا په داسې حال کې ده چې کاناډايي چارواکو د جون پر ۱۸ مه نېټه له اسلام آباد څخه هغه هیواد ته د ۳۱۳ تنو افغان کډوالو د انتقال خبر ورکړ او ویلي یې و چې په دې برخه کې به د دوی هڅې دوام ولري.

د کاناډا د کډوالو چارو وزارت د معلوماتو په اساس، د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې راپدېخوا دغه هیواد ته ۱۶زره افغان کډوال انتقال شوي دي.

په دې وروستیو کې داسې راپورونه ورکړل شول چې کاناډا غواړي له افغانستان څخه د ۴۰زره کډوالو ایستلو بهیر بند کړي.