امریکا ته یو تازه راغلی افغان کډوال په ډزو ووژل شو 

په امریکا کې میشت افغان تبعه نصرت احمدیار چې د امریکا په پلازمېنه واشنګټن ډي سي او شاوخوا ښارونو کې یې د ټکسي موټر چلولو دنده ترسره کوله، په ډزو وژل شوی دی.

د واشنګټن ډي سي پولیس وايي، دا پېښه د سه شنبې په ورځ جولای څلورمه (چنګاښ ۱۳) د دغه ښار په شمال ختیځه سیمه کې شوې ده. د پوليسو په وينا مرمۍ د نصرت په خیټه لګیدلې او هغه د پیښې په ځای کې ساه ورکړې ده.

د لفټ ټکسي موټر چلولو شرکت چې نصرت ورته په خپل شخصي موټر کې کار کاوه، په یو بیان کې چې د فاکس نیوز خبري شبکې خپور کړی د نصرت کورنۍ سره خواخوږي څرګنده کړې ده.

د لفټ په بیان کې ویل شوي: "زموږ زړونه د ښاغلي نصرت له خپلوانو سره دي چې له دې نه جبرانېدونکې غمیزې سره مخ شوي دي. موږ د هغه له کورنۍ سره د خپل ملاتړ د څرګندولو لپاره اړیکه نیولې او له مقاماتو سره په تماس کې یو چې په تحقیقاتو کې مرسته وکړو."

د واشنګټن ډي سي د پولیسو څانګه د دې پیښې په اړه څیړنه کوي او د هغو معلوماتو لپاره یې ۲۵ زره ډالر انعام ټاکلی چې د نصرت د وژنې د عامل یا د مرتکبینو د نیولو لامل شي.

واشنګټن ډي سي ته څېرمه مېشتو یو شمېر افغانانو د نصرت احمدیار له کورنۍ سره خپله خواخوږي څرګنده کړې او له هغوی سره یې د مالي مرستو په موخه د مرستو راټولولو پروګرام پیل کړی دی.

د مرستو د راټولولو د تنظیم کوونکو په وینا، نصرت په دې وروستیو کې له خپلو پنځو ماشومانو او میرمنې سره د ښه ژوند په هیله امریکا ته راغلی و. د پنجشنبې تر ورځې جولای تر شپږمې پورې، د نصرت د کورنۍ لپاره، په ځانګړې توګه په امریکا کې د مېشتو افغانانو له خوا د څه دپاسه ۱۶ زرو ډالرو مرستې راټولې شوې وې.

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو لیکلي چې نصرت احمدیار په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو سره د ترجمان په توګه دنده ترسره کړې وه او له افغانستان څخه د پوځيانو د ایستلو د پروګرام پر مهال امریکا ته لېږدول شوی و.

د وسله وال تاوتریخوالي د آرشیف د شمېرو له مخې، د روان کال له پیل راهیسې په امریکا کې څه باندې ۲۲۱۰۰ کسان د وسله وال تاوتریخوالي په پېښو کې وژل شوي، چې له دې جملې څخه ۹۷۳۰ یې قصدي او غیر قصدي وژنې دي او تر ۱۲۳۰۰ ډېر یې ځان وژنې دی.