افغان کومیډین حنیف همګام مړ شو

دا عکس مرحوم حنیف همګام د فیسبوک له پاڼې اخیستل شوی دی.

د افغانستان د وتلي کومیډین حنیف همګام د کورنۍ غړي وايي، چې د سینما او تلویزیون دا هنرمند نن د شنبې په ورځ ( لیندۍ ۲۴ مه) د ورپیښې ناروغۍ له امله مړ شو.

حنیف همګام ۵۶ کاله عمر درلود. د همګام د کورنۍ غړي وايي چې هغه نن په کابل کې د سردار محمد داودخان په پوځي روغتون کې ساه ورکړې ده.

حنیف همګام د کابل پوهنتون د ښکلو هنرونو په څانګې کې د تیاتر او سینما په برخه کې زده کړې کړې وې.

هغه څه موده وړاندې د خپلې کورنۍ له خوا د درملنې لپاره له کابل څخه هندوستان ته هم وړل شوی وو.

د طالبانو له ماتې وروسته په افغانستان کې د خصوصي تلویزوني چینلونو د فعالیت د پیل سره سم حنیف همګام د طلوع په تلویزیون کې"زنګ خطر" په نوم د طنز یو پروګرام پیل کړ، چې زیات شمیر لیدونکي یې لرل.

حنیف همګام په ۲۰۰۷ کال کې د "کابل اکپریس" په فلم کې د هند د مشهورو فلمي هنرمندانو سره د کار وروسته د ستونزو سره مخ شو، چې له امله یې څه موده په هند کې ژوند تیرولو ته اړ شو.

د افغان حکومت یو شمیر چارواکو دا انګیرله، چې د " کابل اکپریس" په فلم کې افغانستان یو قوم ته سپکاوی شوی وو، چې له امله یې حکومت په افغانستان کې د دغه فلم په خپرولو بندیز لګولی وو.

حنیف همکام په شاوخوا شلو فلمونو کې رول لوبولی وو.