د بهرنیو ځواکونو له وتلو وړاندې د افغانستان په امنیتي ارزونې ټینګار

عکس (ارشیف)

د افغانستان ولسي جرګه وايي چې په دغه هیواد کې د بهرنیو ځواکونو د مسولانه حضور په څیر د دغو ځواکونو د وتلو بهیر هم باید په مسولانه توګه ترسره شي.

د افغانستان د ولسي جرګې غړو په یو اوه ماده‌ییزه بیان کې وویل چې له کوم قید او شرط پرته له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتلو ته درناوی کوي.

خو دوی په ټینګار سره وایي: "غوښتنه مو دا ده چې د دغه (په بشپړه توګه له افغانستان څخه د ځواکونو وتلو) بهیر له عملي کېدو وړاندې د افغانستان او د امریکا متحده ایالاتو او د ناټو غړو هیوادونو سره د امنیتي تړون په اساس د دغه هیواد د امنیتي وضعیت ارزونه څرګنده کړي".

د ولسي جرګې په بیان کې همداشان ټینګار شوی چې متحده ایالات او ناټو باید د افغان ځواکونو د ظرفیت د لوړوالي، هوايي او ځمکنیو تجهیزاتو په برابرولو او په مالي برخو کې ملاتړ ته دوام ورکړي.

د ولسي جرګې غړو ویلي چې لا هم تروریسم د افغانستان، سیمې او نړۍ لپاره یو جدي ګواښ دی او له امریکا او ناټو څخه یې غوښتي چې د تړونونو په اساس په دې برخه کې د مبارزې لپاره له افغانستان سره هړاخیزې همکارۍ وکړي.

په بیان کې له تروریزم سره د مبارزې او له افغانستان څخه د دفاع لپاره د افغان ځواکونو د وړتیاو ستاینه شوې خو ټینګار شوی چې دغه ځواکونه د نړیوالې ټولنې تخنیکي مرستو ته اړتیا لري.

همداشان د افغانستان ولسي جرګې د جګړې له ښکېلو خواو څخه غوښتي چې ملي ګټو ته په پاملرنې او له هر ډول تعصب پرته په افغانستان کې د سولې د ټينګېدو لپاره یو موټی شي.