افغان څارنوالانو ټولنه: زمونږ وضعیت د اندیښنې وړ دی

د کابل – جلال اباد په لویه لار د یو څارنوال د وژل کیدو د پیښې وروسته د افغانستان د پخوانیو څارنوالانو ټولنې د جمهوري رژیم د هغو څارنوالانو د ژوند د خوندیتوب په اړه ژوره اندیښنه څرګنده کړې چې لا هم په دغه هیواد کې اوسیږي.

د راپورونو له مخې نقي محمد نقي چې د جمهوریت په دوره کې د لویې څارنوالۍ د تحقیق په څانکه کې یې کارکوه د خپلې خور سره یو ځای د کابل – جلال اباد په لویه لار د نومبر په ۱۶ (لړم ۲۵) د ناپیژاندو وسله والو په ډزو کې وژل شوي دي.

د افغانستان د څارنوالانو ټولنې د نقي محمد نقي او د هغه د خور د وژلو پړه د طالبانو په حکومت اچولې ده.

دغې ټولنې د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یوه اعلامیه کې ویلي چې څارنوالانو په افغانستان کې د تروریزم سره په مبارزه او د عدالت د اصل په خوندیتوب کې اساسي رول لرلی دی، اوس د "طالبانو له خوا وژل کیږي" او نقي یو ددغو قربانیانو څخه دی.

طالبانو تراوسه د افغانستان د څارنوالانو د ټولنې دغې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.

په اعلامیه کې ویل شوي: "د افغانستان د څارنوالانو ټولنه د بشري حقونو د بنسټونو څخه غواړي چې د افغان څارنوالانو وضعیت ته پاملرنه وکړي. همداشان [پخواني څارنوالان] د نړۍ د هیوادونو څخه د پناه غوښتنه کوي".

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر "یوناما" د روان ۲۰۲۳ کال د اګست ۲۲ (زمري ۳۱) په یو راپور کې ویلي و چې طالبانو په تیرو دوو کلنو کې له ۲۰۰ څخه زیات د پخواني رژيم ملکي او نظامي کارکوونکي د محکمې د پریکړې پرته وژلي دي.

د یوناما په راپور کې ویل شوي: "په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له دورې څخه د محکمو د پریکړو پرته د وژنو، خپلسري نیولو او توقیفونو، شکنجې او ناوړه چلند او د جبري ورکېدو لږ تر لږه ۸۰۰ پېښې شوي دي چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د پخواني حکومت او امنیتي ځواکونو سره تړاو لري."

خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د یوناما دغه راپور رد کړی و او ویلي وچې ددغې ډلې د مشر له خوا اعلان شوې عفوه په "عمومي ډول" عملي شوې ده.

د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته د افغانستان د عدلی او قضايي ادارو یو زیات شمیر پخوانیو کارکوونکو د خپل ژوند د خوندیتوب او د طالبانو له خوا د غچ اخیستلو څخه د بچ پاتې کیدو لپاره یا ګاونډیو هیوادونو ته کډه کړې او یا هم دننه په هیواد کې یې ځانونه پټ کړي دي.

ایران او پاکستان ته کډه شوې پخواني څارنوالان او قاضیان وايي چې په دغو هیوادونو کې د ستونزو ډک ژوند سره مخ دي. دغه پخواني څارنوالان او قاضیان وايي چې ددې سربیره دوی افغانستان ته د بیرته ستنولو د ګواښ سره هم مخ دي.

په پاکستان کې د افغان ښځینه څارنوالانو کمیټې د نومبر په ۲۱ (لړم ۳۰) په یوه غونډه کې له دغه هیواد څخه افغانستان ته د افغان کډوالو په ځانګړي ډول د ښځینه څارنوالانو د شړلو په روان بهیر باندې ژوره اندیښنه وښودله.

د پاکستان په پایتخت اسلام اباد کې په دې جوړه شوې غونډه کې یو شمیر ښځینه څارنوالانو وویل چې له دغه هیواد څخه په جبري ډول د ایستلو د اندیښنو له امله دوی نه یوازې د اقتصادي پلوه د ستونزو سره مخ دي بلکې ددغو میرمنو په وینا د روحي ستونزو سره هم مخ شوي دي.

د افغانستان د څارنوالانو ټولنې د معلوماتو پر اساس اوس مهال د ۳۵ ښځینه څارنوالانو په ګډون ۳۰۰ پخواني څارنوالان په پاکستان کې دیره دي.