د فراه خاک سفید کې۳۰سیمه ییز پولیس وژل شوي

د فراه په خاک سفید ولسوالۍ کې له طالبانو سره نښته کې دېرش سیمه ییز پولیس وژل شوي دي.

د خاک سفید سرپرست ولسوال جمعه خان خوستوال د دوشنبې په ورځ د«لړم پر۲۱مه» امریکا ږغ ته وویل چې دغه پولیس تېره شپه د یادې ولسوالۍ په«خوست» سیمه کې وژل شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې په یاده نښته کې څلور ملکیان چې دوې یې ښځې دې هم وژل شوي‌ او د یوې مېرمنې په ګډون ۳ملکیان ټپیان شوي.

ولسوال وايي، وسله والو طالبانو څلور سیمه ییز پولیس هم له ځان سره بېولي دي.

د فراه د ولایتي شورا غړي دادالله قانع بیا امریکا ږغ ته وویل چې وسله والو طالبانو د تېرې شپې په جګړه کې د «خوست» سیمه نیولې ده.

افغان سیمه ییز پولیس

قانع وویل چې طالبانو په دغه جګړه کې د ملکیانو په ګډون ۴۰ تنه سیمه ییزو پولیس وژلي او د خلکو کورونه یې سوځولي دي.

هغه زیاته کړه چې محلي چارواکو تر دامهاله د دغه سیمې د بېرته نیولو لپاره کوم اقدام نه دی کړی.

د فراه ولایتي‌ چارواکو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

وسله والو طالبانو هم د«خوست» سیمې د نیولو ترڅنګ د ۳۰سیمه ییزو پولیسو د وژلو ادعا کړې.

خاک سفید یوه غرنۍ ولسوالي ده چې د فراه له بالابلوک او د هرات د شنډنډ ولسوالۍ سره پوله لري.

د یادونې وړ ده چې وسله والو طالبانو تېره شپه هم په فراه ښار کې د پولیسو پر امنیتي پوستو حمله کې یو شمېر پولیسو ته مرګ ژوبله اړولې وه.

څو ورځې وړاندې د دغه ولایت په اناردرې ولسوالۍ کې د ملي اردو د یوې هلیکوپټرې د لوېدو پېښه کې د فراه د ولایتي شورا د رئیس او ددغه شورا د یوې غړي په ګډون ۲۵تنه ووژل شول.