افغانستان کې د خبریالانو ملي ورځ؛ 'رسنۍ او خبریالان د ګڼو ستونزو سره مخ دي'

د خبریالانو د ملاتړ یو شمیر ادارو افغانستان کې د کب ۲۷ د رسنیو او خبریالانو د ملي ورځې پر مهال په دغه هیواد کې د رسنیو او خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي په زیاتیدو اندیښنه ښودلې او ویلي دي، چې په دغه هیواد کې د هرې ورځې په تیریدو د رسنیو کار او فعالیت د خرابیدو په لور روان دی.

د نۍ په نوم د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ یوې ادارې د شنبې په ورځ مارچ ۱۸ (کب ۲۷) ویلي، چې افغانستان کې د طالبانو د حکومت له خوا پر رسنیو د لګیدلو محدودیتونو او اقتصادي ستونزو له امله ډیرې رسنۍ تړل شوي او د ښځینه خبریالانو په ګډون په زرګونو خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.

نۍ ویلي دي "د ۲۰۲۳ میلادي کال پیل د رسنیو، خبریالانو رسنیزو او خبري فعالیتونو لپاره له ګواښونو ډک و. تر اوسه د نوي میلادي کال له پیل څخه ډیره موده نه ده تیره شوې، چې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پیښو د زیاتیدو شاهد یو".

تیره اونۍ د بلخ ولایت په مرکز د مزارشریف په ښار د تبیان د فرهنګي مرکز دننه په یوه چادونه کې دوه خبریالان او بل تن، چې د یوې سمیه ییزې رسنۍ سره د خبریالۍ د مسلک د زده کړې لپاره کار کاوه ووژل شو او ۱۸ تنه نور ټپیان شول.

نۍ د طالبانو له حکومت غوښتي، چې په افغانستان کې دې د رسنیو فعالیت ته درناوی وکړي او پرې نږدې، چې په دغه هیواد کې له دې زیات د بیان ازادي زیان وویني.

د خبریالانو ملي اتحادیې هم په یوه اعلامیه کې ویلي، چې افغانستان کې د خبریالانو ملي ورځ په داسې حال کې نمانځل کیږي، چې په دغه هیواد کې خبریالان او رسنۍ د ډیرو زیاتو ستونزو سره مخ دي.

دغې اتحادیې ویلي، چې د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګسټ په میاشت کې واک ته د طالبانو د رسیدلو وروسته افغانستان کې شاوخوا پنځوس فیصده رسنۍ بندې شوې او هم ۵۳ فیصدو خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.

دغې ادارې ویلي "د افغانستان د خبریالانو ملي اتحادیه... د رسنیو عمومي وضعیت ته په کتنې د نړیوالو ادارو او د اسلامي امارت څخه غواړي، چې د وضعیت د بدلون لپاره دې اغیزمن ګامونه پورته کړي ترڅو په افغانستان کې د خبریالانو ستونزو ته د پای ټکی کیښودل شي".

د خبریالانود ملاتړ دغو دواړو ادارو پر افغانستان باندې د طالبانو د بیا واکمنیدو وروسته په دغه هیواد کې د تړل شوو رسنیو دقیق شمیر نه دی څرګند کړی خو د بې پولې راپور ورکوونکو سازمان (RSF) په دې وروستیو کې په یو راپور کې ویلي، چې په تیر څه باندې یو نیم کال کې په افغانستان کې ۲۱۹ چاپي، تصویري او غږیزې رسنۍ بندې شوې دي.

ددغه سازمان د راپور له مخې د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګست د پنځلسمې دمخه افغانستان کې ۵۴۷ فعالې رسنۍ موجودې وې، چې اوس مهال یې شمیر ۳۲۸ ته راکم شوی دی.

په وروستیو میاشتو کې طالبانو د یو افغان الاصله فرانسوي خبریال مرتضی بهبودي په ګډون څو تنه خبریالان نیولي او په بند کې اچولي دي. د ښاغلي بهبودي پرته اکثره دغه خیریال خوشې شوي دي.

د سیمه ییزو رسنیو د راپور له مخې طالبانو تیره اونۍ د پروان په ولایت کې د قدرت الله نوري په نوم یو سیمه ییز خبریال نیولی دی.

یوې سرچینه، چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي امریکا غږ ته وویل، چې طالبانو امنیتي ساتوونکو پنځه ورځې دمخه د پروان ولایت د جبل‌السراج په ولسوالۍ کې ښاغلی نوري نیولی او یو نامعلوم ځای ته یې له ځان سره وړی دی.

دغې سرچینې وویل، چې طالبانو تر اوسه ددغه خبریال کورنۍ ته د هغې د نیولو په اړه څه نه دي ویلي‎ او کورنۍ یې هم د هغه د حال په اړه معلومات نلري.

د کب ۲۷ په افغانستان کې د پخواني جمهور رئیس محمد اشرف غني د کار په موده کې د خبریالانو د ملي ورځې په توګه نمانځل کیدله او هم د تیر رژیم له خوا دا ورځ ددغه هیواد د کلیزو د نمانځلو په ورځو کې شامله شوې وه.