د طالبانو درې کلنه واکمني؛ د رسنیو د ازادۍ او معلوماتو ته د لاس رسۍ فضا نوره هم تنګه شوې

افغانستان د رسنیو د ازادۍ په برخه کې د بې پولې راپور ورکوونکو سازمان (ار ایس ایف) د ۲۰۲۴ کال په شاخص کې د ۱۸۰ هیوادونو په ډله کې ۱۷۸ ځای خپل کړی دی.

د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان او د افغانستان د خبریالانو مرکز د طالبانو د حکومت د درې کلنې واکمنۍ د ورځې د رسیدلو سره هممهاله په جلا راپورونو کې د افغان خبریالانو او رسنیو وضعیت ارزولی او ویلي دي چې په تیرو دریو کلنو کې هرکال پر خبریالانو او رسنیو باندې محدودیتونه لا زیات شوي دي.

د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان په راپور کې ویلي چې طالبانو پر افغانستان باندې بیا واک ترلاسه کولو سره هممهاله پر خبریالانو او رسنیو باندې سخت محدودیونه لګول پیل کړي دي چې لا هم دوام لري.

په دې راپور کې ویل شوي: "ددغو محدودیتونو، سانسور او اقتصادي ستونزو له امله ډیرې رسنۍ تړل شوي او یو کم شمیر چې لا هم فعالې دي د هرې ورځې په تیریدو سره د سانسور او لا محدودیتونو سره مخ کیږي".

په دې راپور کې ویل شوي د طالبانو د واکمنۍ څخه د دریو کلنو په تیریدو سره پر ښځینه خبریالانو باندې د طالبانو د حکومت محدودیتونه د هغوی د کار منع کیدو تر بریده رسیدلي او هم د خبریالانو تعقیب، شکنجه، تبعید، ګواښول او په زندان کې اچول لا هم دوام لري.

د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان په راپور کې په دې باندې په ټینګار سره چې طالبانو واقعي معلوماتو ته د خبریالانو لاس رسی له پامه غورځولی ویلي دي: "طالبان د عمومي افکارو او ټولنیز ذهنیت د کنټرول لپاره له دریو کړنلارو کار اخلي: سخت سانسور، سیاسي تبلیغات او د عمومي افکار د چاپیریال مسمومول".

ددغه راپور له مخې خبریالان او رسنۍ ددې حق نلري چې داسې یو مسله تر خبري پوښښ لاندې راولي چې ددغې ډلې د حاکمیت پرخلاف ګڼل کیږي. ددې سربیره خبریالان د طالبانو د اجازې او رضا پرته د معلوماتو د خپرولو حق نلري.

همداشان په دغه راپور کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د معلوماتو په خپرولو په شدت سره د سانسور شتون ته په اشارې ویل شوي چې که چیرې ځینې داسې موارد پر رسنیو د څارنې د ادارو له خوا د طالبانو په استخباراتو، کورنیو چارو، د اطلاعاتو او فرهنګ او امربالمعروف او نهی عن المنکر په وزارتونو کې تشخیض شي د هغې د حذفولو اقدام کیږي.

دغه سازمان ویلي: "طالبان د رسنیو مدیرانو او یا ځانګړو خبریالانو ته زنګ وهي، هغوی خپلو دفترونو ته غواړي او نه یوازې د خپرو شویو معلوماتو د حذفولو غوښتنه کیږي، بلکې هغوی ګواښوي او خبرداری ورکوي چې په راتلوونکې کې داسې څه خپاره نکړي".

په دې راپور کې همداشان ویل شوي چې طالبان پر عمومي افکارو باندې د اغیز اچولو لپاره " ګمراه کوونکي یا متعصبانه معلومات" خپروي او د امنیت او اقتصادي ودې په برخو کې مبالغه کوي.

په دې راپور کې افغانستان کې ناپایداره امنیتي وضعیت ته په اشارې د پخواني رژیم د امنیتي منسوبینو ترور، د داعش او نورو ډلو بریدونه د ټولنې د وګړو د احساساتو د کنټرول لپاره د طالبانو د تبلیغاتو په سیورې کې په بل ډول خپریږي.

دغه سازمان په دې راپور کې د طالبانو له خوا ناسم معلومات، د رسنیو په کړنو کې لاس وهنه او پر معلوماتو باندې ددغې ډلې کنټرول هم یاد کړی دی.

په عین وخت کې د افغانستان د خبریالانو مرکز هم په دغه هیواد د رسنیو د وضعیت په اړه په یو راپور کې چې د سه شنبې په ورځ اګست ۱۳ (زمري ۲۳) خپور شوی ویلي چې د رسنیو په ځانګړي ډول د ازادو رسنیو پر وړاندې د طالبانو د حکومت رسمي چلند یو ډول نه دی، په داسې کې چې طالبان د ټولیزو رسنیو قانون تائیدوي او ویلي دي چې د یو کم شمیر مواردو د تعدیلیدو وروسته توشیح کیږي، خو برخلاف په عمل کې یې دا قانون نه دی پلی کړی.

د افغانستان خبریالانو مرکز ویلي: "په تیرو ۱۲ میاشتو کې د رسنیو او ازادو خبریالانو سره د سخت چلند یوه نښه رسنیو ته د کړنلارو او لارښودونو دصادرولو دوام وو... طالب چارواکو رسنیو ته لږ ترلږه درې تازه لارښودونه صادر کړي دي".

په دې لارښودونوکې د "ملي هویت" د ساتلو لپاره د ژبې څخه د استفادې او د کلیمو د کارول، کندهار کې د رسمي او غیر رسمي غونډو څخه د عکس او فلم اخیستلو منع کول او په خوست کې د راډیوي او تلویزیوني خپرونو ککې د ښځو او نجونو سره د تیلیفوني اړیکو د نیولو محدودیت هم شامل دی.

ددغه راپور پراساس طالب چارواکو د خپلې واکمنۍ په لومړیو او دوېیمو کلونو کې رسنیو او خبریالانو ته لږ تر لږه ۱۴ کړنلارې صادر کړې وې او د پلي کولو لپاره یې له هېڅ ډول هڅې او فشار څخه ډډه نه ده کړې.

د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي چې دغه کړنلارې چې قانوني او حقوقي بنسټ یې نه دی تعریف شوی او ځینې مواد یې مبهم دي، ډېری برخې یې په ملي راډیو او ټلویزیون کې د ښځو د کار د منع کولو، د لاریونونو د خبري پوښښ د مخنیوي، د موسیقي د خپرولو منع، په رسنیو کې د ښځو د پوښښ او د هغوی د ځای توپیر، د ښځو سره د نارینه‌وو یا نارینه‌وو سره د ښځو د مرکو منع کولو، په ډرامو او فلمونو کې د ښځو ښکاره کولو، د طالبانو له مخالفانو او منتقدینو سره پر مرکو بندیز، په افغانستان کې د نړیوالو راډیوګانو او تلویزونونو خپرولو منع کول، پر طالب چارواکو د نیوکو کولو منع کول، په رسنیو کې د ښځو غږونو خپرول یا په ځینو ولایتونو کې له ښځو سره پر ټیلیفوني اړیکو بندیز لګول او له بهرني یا تبعیدي رسنیو سره همکاري کولو په اړه دي.

دغه مرکز پر افغانستان باندې د طالبانو د دریم کال د واکمنۍ په موده کې د ګواښونو او نيولو په ګډون د رسنيو او خبريالانو له ازادۍ څخه د سرغړونې ۱۸۱ پېښې ثبت کړي چې ددغې ډلې د دوېیم کال واکمنۍ پرتله زیاتوالی ښیي.

په دې راپور کې ویل شوي: "په دې موده کې د څلورو رسنیو په موقتي توګه د څو ساعتونو څخه تر یوې اونۍ او څو میاشتو پورې تړلو په ګډون د ګواښونو ۱۳۳ قضیې او د څلورو نورو رسنیو دایمي تړل، او همدارنګه د ځیني رسنیو د نشراتي جواز تعلیق او د نوي کولو څخه انکار او د خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو د نیولو ۴۸ قضیې شاملې دي چې له ډلې یې دوه خبریالان لا هم په بند کې دي."

ددغو محدودیتونو سره سره د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي چې د طالبانو د واکمنۍ د درېیم کال په موده کې پر خبریالانو او رسنیو د هدفي بریدونو او یا هم خبریالانو ته د قصدي زیان رسولو کومه پېښه نه ده ثبت شوې.

په دې راپور په افغانستان کې د رسنیو د ناسم اقتصادي وضعیت او له دغه هیواد څخه د رسنیو د کارکوونکو وتلو دوام ته هم اشاره کړې ده. افغانستان د رسنیو د ازادۍ په برخه کې د بې پولې راپور ورکوونکو سازمان (ار ایس ایف​) د ۲۰۲۴ کال په شاخص کې د ۱۸۰ هیوادونو په ډله کې ۱۷۸ ځای خپل کړی دی. تیر ۲۰۲۳ کال کې دا هیواد د دغه سازمان د مطبوعاتو د ازادۍ په شاخص کې د ۱۸۰ هیوادونو په لیست کې ۱۵۲ ځای نیولی وو.