د افغان خبریالانو د ملاتړ یو شمیر بنسټونو د خپلو سرچینو د معلوماتو پر اساس ویلي چې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په افغانستان کې د داخلي رسنیو چارواکو ته په شفاهي توګه د سیاسي خپرونو د بندیدو سپارښتنه کړی ده.
د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ بنسټ د جمعې په ورځ فبرورۍ ۱۴ (سلواغې ۲۶) په یوه اعلامیه کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دا سپارښتنه غندلې او د بیان ازادۍ او د رسنیو له حقونو څخه یې څرګنده سرغړونه بللې ده.
دغه بنسټ په دې اعلامیه کې ویلي: "د سیاسي خپرونو ځنډول یا مخنیوی چې د فکر، نظر او د ټولنیزو مسایلو د روښانه کولو یو مهمه برخه بلل کېږي، افغان ملت د هېواد او نړۍ له روان سیاسي وضعیت څخه محروموي".
د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ بنسټ په دغه اعلامیه کې له ټولو نړیوالو، د بشري حقونو، او د رسنیو له ملاتړکوونکو بنسټونو څخه غوښتي چې د دا ډول اقداماتو پر وړاندې خپل غږ پورته کړي او د افغانستان د خبریالانو او رسنیو د ازادۍ د ساتنې لپاره خپلې هڅې روانې وساتي.
همداشان د افغانستان د بیان د ازادۍ کور په نوم د افغان خبریالانو د ملاتړ یو بنسټ هم د ایکس په ټولنیزه شبکه کې پر خپله پاڼه لیکلي چې طالبانو رسنیو ته امر کړی، چې د بلې اطلاع پورې دې د سیاسي خپرونو له خپرولو څخه ډډه وکړي.
دغه بنسټ ویلي: "د هرې ورځې په تیریدو افغانستان کې د بیان ازادي مخ په کمیدو ده".
د طالبانو د حکومت د اطلاعات او فرهنګ وزارت تراوسه ددې شفاهي سپارښتنې په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.
خو د افغان خبریالانو د ملاتړ بنسټونو کې ځینو سرچینو امریکا غږ ته ویلي چې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دا سپارښتنه موقتي بڼه لري او کیدای شي چې دا وزارت په راتلوونکو ورځو کې دا بندیز بیرته لیرې کړي.
ددغو سرچینو د معلوماتو له مخې طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دا سپارښتنه رسنیو سره وروسته له هغې شریکه کړې، چې ددغې سرچینې د معلوماتو له مخې په کابل کې په یو تلویزیوني سیاسي بحث کې ګډون کوونکو داسې څرګندونې کړې وې چې طالبان یې د افغانستان د ملي ګټو پر خلاف ګڼي.
ددغې سرچینې د معلوماتو له مخې ددې دمخه هم څه موده وړاندې طالبانو په تلویزیوني خپرونو کې پر سیاسي بحثونو باندې بندیز لګولی وو، چې بیا یې بیرته لیرې کړ.
ددې دمخه د طالبانو حکومت د اطلاعات او فرهنګ وزارت د تیر ۲۰۲۴ کال د سپټمبر په میاشت کې په افغانستان کې په رسنیو کې پر ژوندۍ بڼه د سیاسي بحثونو په خپرونو باندې بندیز لګولی وو.
د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ بنسټ د سپټمبر ۲۲ (تلې اول) په یوه اعلامیه کې ویلي وو چې ددې پریکړې له مخې رسنۍ د دغه حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د موافقې پرته په ژوندۍ بڼه خپرونو کې پر سیاسي مسلو له بحث منع شوي دي.
د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ بنسټ په یوه اعلامیه کې ویلي چې همدا راز طالبانو د خپلې خوښې شنونکي رسنیو ته معرفي کړي چې په تحلیلي او سیاسي خپرونو کې ددغې ډلې په استازیتوب ګډون وکړي.
طالبانو په څه باندې دریو کلنو کې په افغانستان کې واک ته د بیا رسیدلو وروسته په پرله پسې ډول پر خبریالانو او رسنیو باندې خپل فشارونه زیات کړي دي، چې له امله یې په زیات شمیر رسنۍ بندې شوي او په زرګونو خبریالان په ځانګړي ډول ښځینه خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.
د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ بنسټ د یو راپور رله مخې تیرو دریو کلنو کې په دغه هیواد کې د هرکال په تیریدو پر خبریالانو او رسنیو باندې محدودیتونه لا زیات شوي دي.
دغه بنست په دې راپور کې ویلي: "ددغو محدودیتونو، سانسور او اقتصادي ستونزو له امله ډیرې رسنۍ تړل شوي او یو کم شمیر چې لا هم فعالې دي د هرې ورځې په تیریدو سره د سانسور او لا محدودیتونو سره مخ کیږي".
په دې راپور کې ویل شوي د طالبانو د واکمنۍ څخه د دریو کلنو په تیریدو سره پر ښځینه خبریالانو باندې د طالبانو د حکومت محدودیتونه د هغوی د کار منع کیدو تر بریده رسیدلي او هم د خبریالانو تعقیب، شکنجه، تبعید، ګواښول او په زندان کې اچول لا هم دوام لري.
ددغه راپور له مخې خبریالان او رسنۍ ددې حق نلري چې داسې یو مسله تر خبري پوښښ لاندې راولي چې ددغې ډلې د حاکمیت پرخلاف ګڼل کیږي. ددې سربیره خبریالان د طالبانو د اجازې او رضا پرته د معلوماتو د خپرولو حق نلري.
د افغانستان د خبریالانو مرکز هم په یو راپور کې ویلي چې د رسنیو په ځانګړي ډول د ازادو رسنیو پر وړاندې د طالبانو د حکومت رسمي چلند یو ډول نه دی، په داسې کې چې طالبان د ټولیزو رسنیو قانون تائیدوي او ویلي دي چې د یو کم شمیر مواردو د تعدیلیدو وروسته توشیح کیږي، خو برخلاف په عمل کې یې دا قانون نه دی پلی کړی.