برازیل ته رسېدلي افغان کډوال په هوايي ډګر کې دېره شوي

له ۱۰۰ څخه زیات افغانان چې په تېرو څو ورځو کې برازیل ته تللي، ددغه هېواد د ساو پاولو نړیوال هوايي ډګر په ترمینل کې دېره شوي او له حکومت څخه د اوسېدو دپاره د ځای او کار روزګار موندلو په برخه کې د مرستې په تمه دي.

دغه افغان کډوال په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنېدو راهیسې له وطنه راوتلي دي.

برازیل د تېر کال راهیسې افغان کډوالو ته شاوخوا ۶۰۰۰ بشري ویزې منظورې کړې دي. خو د ساو پاولو د ګارولوس هوايي ډګر چارواکې وايي چې دوی فکر نه کاوه چې روانه میاشت به هره ورځ په لسګونو افغانان دلته راشي.

ښايي چې دغلته د افغان کډوالو شمیر په راتلونکو اونیو کې نور هم زیات شي. دلته هره ورځ په اوسط ډول د منځني ختیځ او جنوبي اسیا نه څلور طیارې رارسیږي. په قط‏ر کې د نومبر په میاشت کې د فوټبال نړیوال جام ترسره کیږي ځکه الوتنې زیاتې شویدي.

په هوايي ډګر کې میشت افغانان وايي، د طالبانو له واکمنېدو وروسته د خپل ژوند د ژغورلو دپاره دوی برازیل ته له راتګ پرته بله چاره نه درلوده.

د برازیل د ساو پاولو هوايي ډګر کې دېره افغان کډوال

په دې خلکو کې یو هم د بشري حقونو افغان فعال محمد اریوبي دی.

هغه وویل، د ساو پاولو په هوايي ډګر کې د دېره افغانانو ژوند په افغانستان کې په خطر کې و: "ځینې بې وزله خلک دي، ځینې دولتي کارکوونکي، نظامي کارمندان، نو مختلف خلک برازیل ته رارسیدلي دي. نو دوی غواړي چې خپل ژوند وژغوري، د خپلو کورنیو ژوند وژغوري."

د هوايي ډګر د کډوالو سره د مرستې ادارې وایي چې د اکتوبر تر دیارلسمې نېټې پورې شاوخوا ۱۳۰ افغانان د هوايي ډګر په ترمینل کې ځای پر ځای شوي وو. دوی ته د کورونو د پیدا کولو جدي هڅې نه دي شوي.

محمد اریوبي وویل د برازیل له دولت څخه یي غوښتنه ساده ده: "زه دومره لوی توقعات نه لرم. زه د ژوند کولو لپاره یو ځای ته اړتیا لرم او چې یو کوچنی کار پیدا کړم چې خپل ژوند پرې وچلوم."

د ساو پاولو ایالت حکومت د ښاروالۍ چارواکو او مدني ټولنې سره د کډوالو د ستونزو د حل لپاره کار کوي.

په برازیل کې د بشري حقونو ادارو دغو کډوالو ته خواړه او نور اړین توکي برابر کړي دي.

د بشري حقونو فعالې سواني زینوبیني وویل: "نن د یوې مدني ټولنې په توګه د ډېرې مبارزې وروسته موږ په دی وتوانېدو چې دوی ته خواړه، کمپلې، واکسین، او هر هغه څه چې باید دوی د مخکې نه لرلی، ورکړو. نن مونږ دا وکولی شول ځکه چې مدني ټولنه په پوره زور سره په دوی فشار راولي."

زینوبیني وویل د مهاجرینو سره د مرستو لپاره د حکومت نه د اقداماتو غوښتنه کوي: "فدرالي حکومت باید رول ولوبوي. نور دا هم پکار ده چې د تابعیت، د بشري حقونو، د ښځو او کورنیو چارو وزارتونه په دې کار کې برخه واخلي."

د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې، حکومتي څارنوالانو پدې اونۍ کې په فدرالي حکومت فشار راوړ ترڅو په هوایی ډګر کې د کډوالو د ډېریدونکي شمېر د اداره کولو لپاره اقدامات وکړي.

د برازيل چارواکي وايي، سږ کال تر اوسه شاوخوا دوه زره افغانان د بشري مرستو د ويزو په اساس دغه هېواد ته داخل شوي دي. چارواکي وايي، ددغو کډوالو شمېر مخ په لوړه روان دی او دوی ته د سرپناه او بنسټیزو خدماتو برابرولو چاره ناڅرګنده ده.