یو افغان د نیویارک ټایمز د خبریال د یرغمل کولو ۱۲ کاله وروسته محاکمه کیږي 

د افغانستان اوسیدونکی حاجي نجیب‌الله، چې په ۲۰۰۸ کال کې د یو امریکایي خبریال، یو افغان خبریال او د هغوی د موټر چلوونکي په یرغمل کولو تورن شوی و، د اوکراین څخه د محاکمې لپاره امریکا ته انتقال شوی دی.

د نیویارک ټایمز خبریال ډیویډ راد، افغان خبریال طاهر لودین او د هغوی موټر چلوونکی اسدالله منګل، د ۲۰۰۸ کال د نومبر په لسمه هغه وخت چې د طالبانو د یو مشر سره د مرکې په لور روان وو، یرغمل او بیا پاکستان ته انتقال کړل.

حاجي نجیب‌الله چې ۴۲ کلن دی، د چهارشنبې په ورځ د نیویارک ښار په منهاټن کې د امریکا د فدرال محکمې یوې مجازي غونډې کې حاضر شو. د کروناویروس د خپریدو د مخنیوي په خاطر د محکمې جلسه په حضوري بڼه دایره نه شوه.

ددې قضیې یو څارنوال وویل چې نجیب‌الله د سې شنبې په ورځ له اوکراین نه د امریکا متحده ایالاتو ته انتقال کړای شو او د محکمې په مقدماتي غونډه کې په شپږ مورد تورونو تورن شو چې په کې یرغمل نیونه، توطیه او انسان تښتونه شامل دي، هغه تورونه چې کیدای شي هغه ته د عمر بند سزا واورول شي.

امریکایي مقاماتو ندي ویلي چې حاجي نجیب‌الله څه وخت او چیرته نیول شوی دی، خو په یوه رسمي اعلامیه کې د اوکرایني مقاماتو څخه د هغه د نیونې او امریکا ته انتقالولو په خاطر مننه شوی ده.

درې واړه یرغمل هغه مهال له افغانستان نه د پاکستان قبائیلي سیمو ته انتقال شوي وو او د طالبانو په یوه ودانۍ کې ساتل کیدل. راد او لودین د اوو میاشتو تیرولو وروسته د طالبانو ددې ځای څخه وتښتیدل او څو اونۍ وروسته د هغوی ډریور اسدالله منګل هم په تیښته بریالی شوی و.

د نیویارک د محکمې د صورت دعوا په اساس حاجي نجیب الله د څو وسله والو یرغمل کوونکو په ډله کې و چې دغه دوه خبریالان او د هغوی موټر چلوونکی یې تښتولي وو او پنځه ورځې وروسته یې هغوی پاکستان ته انتقال کړي وو.

د امریکا د فدرال محکمې د تورونو په اساس نجیب‌الله او د هغه ملګرو انسان تښتوونکو د طالبانو سره ددغو قربانیانو د اسارت پر وخت څو ځلې د ډیویډ راد له کورنۍ سره تماس نیولی و او د هغه د خوشې کولو په بدل کې یې پیسې غوښتې وې.

نجیب‌الله چې ویل کیږي د طالبانو قوماندان و، د چهارشنبې په ورځ د نیویارک محکمې قاضي ته خپل ځان سوداګر معرفي کړ او د وثیقې په اساس د بند نه د ازادیدو غوښتنه یې وکړه.

د نیویارک محکمې همداشان د تیمورشاه او آخندزاده په نومونو دوه تنه نور هم پدې قضیه کې شریک ګڼلي دي چې تر اوسه ددې دواړو څخه هیڅ یو هم ندی نیول شوی.