د هغې افغانې خبریالې حال چې تصویر یې په نړیوالو رسنیو کې عام شو

د خاطرې احمدي په تور ماسک د پوښل شوي مخ تصویر تېر کال له هغه وروسته په نړیوالو مطبوعاتو او د افغانستان په ټولنیزو رسنیو کې عام شو چې طالبانو ښځو ته امر وکړ چې په تلویزیون کې د خپرونو د چلولو په وخت دې خپل مخونه پټ کړي.

هغه اوس د ډیرو نورو افغان خبریالانو په څېر له هېوده دباندې د کډوالۍ او ناهیلۍ ژوند کوي.

۲۸ کلنه خاطره احمدي د افغانستان د یو خصوصي تلویزیون هغه ویانده ده چې د تېر کال د اګست په ۱۵مه د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته يې هم په تلویزیون کې خپلې دندې ته دوام ورکړ.

خاطره احمدي وايي، د اګست ۱۵مه ورته سخته وه، خو وايي، تر دې هم ورته سخته او بده ورځ د ۲۰۲۲ کال د مې ۱۹مه وه؛ کله چې هغه کار ته ولاړه او خپل همکاران یې ولیدل چې مخونه یې په تورو ماسکونو پوښلي وو.

دا وايي: "مونږ ته د ادارې څخه ایمیل راغی چې ټول ښځینه خبریالانې دې باید مخونه پټ کړي. زه چې په سبا خپل کار ته ولاړم خپل همکار مې په تور ماسک لکه د یو مجرم په څېر ولید، ډیر راته ګران وو، هغه ورځ ډیره سخته او ستړې کوونکې وه راته".

خاطره وايي، وروسته له هغه یې وېره احساس کړه او د وطن د پرېښودو نیت یې وکړ چې طالبانو یې مېړه، چې هغه هم له رسنیو سره کار کاوه، وتښتاوه او په مرګ یې وګواښه.

خاطره احمدي د خپل مېړه د هغې ورځې کیسه کوي: "ټوله ورځ یې مبایل بند و او مونږ هم ترې خبر نه وو چې چیرته دی. وروسته خبر شوو چې هغه د طالبانو لخوا قرغی ته وړل شوی، هلته وهل او ګواښل شوی چې ته خبریال یې"

خاطره وايي، له هغې پېښې وروسته یې پریکړه وکړه چې باید له هیواده ووځي.

اکرام عصمتي د خاطرې مېړه دی او د خپل نیول کېدو په اړه وايي: "د دفتر له لورې روان وم د طالبانو له لورې ونیول شوم. هغوی زما موبایل وکوت او زه نپوهېدم چې ولې داسې کیږي خو بیا پوه شوم چې یوه وجه زما میرمن وه او بل دا چې ما یو راپور جوړ کړی و چې د هغې په اساس ونیول شوم".

خاطره له نړیوالو سازمانونو شکایت لري چې تر اوسه يې د افغان خبریالانو لاس نیوی ندی کړی.

دا وايي: "مونږ خپل هر څه له لاسه ورکړل خو له بده مرغه یوې ادارې هم مونږ خبریالانو سره مرسته ونکړه. زه غواړم چې باید خبریالانو ته پام وشي . څوک چې هیواد دننه دي یا بهر".

په افغانستان کې د خبریالانو د ملاتړ ادارې د معلوماتو له مخې ، د تېر کال د اګست میاشتې راهیسې ۸۰ سلنه افغان خبریالان د خپل ژوند د ژغورلو لپاره پاکستان ته تللي دي.