په فراه کې د طالبانو په برید کې ٢٠ پولیس وژل شوي

د افغانستان په لویدیځ فراه ولایت کې د وسله والو طالبانو په یو کمین کې ۲۰ تنه وژل شوې دي.

د فراه د ولایتي شورا غړي داد الله قانع رسنیو ته ویلي چې پولیس د یکشنبې په ورځ ( نومبر ٢٥) د فراه ولایت په لاش و جویان ولسوالۍ کې له غرمې وروسته له دغه کمین سره مخامخ شول.

د ولایتي شورا د غړي ښاغلي قانع د معلوماتو له مخې په دغه کمین کې ۲۰ پولیس وژل شوي او ددغه ولایت د پولیسو د مرستیال په ګډون څلور نور پولیس ټپيان شوې دي.

د فراه د والي ویاند ناصر مهري هم ددې ولایت په "تخت و تیوسک" کې د یکشنبې د ورځې پیښه تائیدوي او وایي په ټپي شویو کسانو کې د فراه ولایت د امنیه قوماندانۍ د امنیت مرستیال هم شامل دی.

خو د فراه ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند محب الله محب د ولایتي شورا د غړو ادعاوی ردوي او وایي پدغو نښتو کې د پولیسو یواځې پنځه منسوبین وژل شوي دي.

د رپوټونو له مخې د پولیسو کاروان د لاش و جویان ولسوالۍ د پولیسو د نوي مشر د پيژندلو مراسمو ته روان و چې په لار کې د طالبانو له کمین سره مخ شو.

د فراه د ولایتي شورا غړی داد الله قانع وايي چې په دغه پیښه کې د فراه د لاش او جویان ولسوالۍ د پولیسو نوی قوماندان عبدالصمد صالحي هم وژل شوی دی.

طالبانو ددغه برید مسولیت په غاړه اخیستی دی.