په تېرو څو اونیو کې د ولسمشر غني ځینو نژدې پلویانو د " نظر د اختلاف او کاري فضا" د خړپړتیا له کبله استعفاوې کړي دي.
په دغه لړ کې تر ټولو وروستی چارواکی د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزی و، چې د چهارشنبې په ورځ (اکتوبر۱۶) د "ملي یوالي په حکومت کې د نظرونو د ژور توپیر" له کبله استعفی وکړه.
This morning, I submitted my resignation as the Deputy Minister of Foreign Affairs to the leadership of the National Unity Government. May God give me the strength to continue to serve Afghanistan. pic.twitter.com/iDPHnU3wy3
— Hekmat Khalil Karzai (@HekmatKarzai) October 17, 2018
تر حکمت کرزي مخکې د ملي امنیت د شورا مشاور حنیف اتمر، د ښار جوړونې وزیر سید منصوی سادات نادري او په هند کې د افغانستان سفیر احمد شاه ابدالي هم له خپلو دندو لاس په سر شوي وو.
ښاغلي کرزي د "ژور توپیر" په اړه نور سپیناوی نه دی ورکړی، خو د باندنیو چارو وزیر، صلاح الدین رباني، چې د جمعیت ګوند مشر او د حکومت د سیاسي اپوزیسیون فعاله غړی هم دی، له ولسمشر غني سره پر ځینو مسایلو مخالفت څرګند کړی.
خو ښاغلی رباني په خپل ټویټر کې د حکمت کرزي پر استعفا خواشیني ښودلې او هغه یې "د افغانستان د ننني نسل ویاړمنه څېره" بللې ده.
د بهرنیو چارو وزارت د سیاسی مرستیال ښاغلی حکمت خلیل کرزی استعفا د تاثر وړ ده. نږدی ځلورو کلونو راهیسی مو د هیواد لپاره په ګډه کار کاوه او زمونږ اړیکی د رسمیاتو ترځنګ، د ورورولی اړیکی وی. هغه د هيواد د ویاړلو څیرو څخه دی او باوری یم چی د هیواد د ښی راتلونکی لپاره به کار وکړی.
— Salahuddin Rabbani (@SalahRabbani) October 17, 2018
د ارګ غبرګون
جمهوري ریاست د دغو چارواکو د استعفاو په اړه ویلي دي چې حکومت هېڅکله هم د یو کس د نظر په اساس پرېکړه نه ده کړې بلکې مهمې پرېکړې له مشورو او اجماع په اساس شوي دي.
د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي امریکا غږ ته وویل چې له دندو د چارواکو استعفی یوه عادي خبره ده. هغه وویل " باید مسولیت مننونکي واوسو. یو دولتي مسول چې د حکومت په ټوله دوره کې لوړ پوړی چارواکی وي، باید د مسولیت ښه او بد ټول ومني. "
دا حکومتي چارواکي داسې مهال له دندو استعفاوې کوي چې د جمهوري ریاست ټاکنو ته شاوخوا شپږ مېاشتې پاتې دي. د سیاسي چارو ځینې کارپوهان په دې باور دي چې له دندو استعفا کوونکي چارواکي ښايي د جمهوري ریاست انتخاباتو ته ځانونه برابر کړي.
د سیاسي چارو شنونکي تابش فروغ په همدې نظر دی. هغه وايي ځينې چارواکي له دندو استعفی کوي او د ټولو ستونزو پړه پر حکومت اچوي چې په خبره یې د جمهوري ریاست را روانو انتخاباتو کې ځانونه پاک وښيي.