کابل اسلام اباد ته د "ترهګرو او ترهګریزو مرکزونو" په اړه شواهد سپارلي

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر او د ملي امنیت رئیس پاکستان ته د خپل سفر په اړه معلومات ورکړل

د افغانستان د ملي امنیت مشر معصوم ستانکزی وايي پاکستان ته یې د یو شمیر ترهګرو نوملړ، د تروریستي ډلو د روزنیزو مرکزونو په اړه اسناد او شواهد سپارلي.

ښاغلی ستانکزی او افغانستان د کورنیو چارو ویس احمد برمګ د کابل له بریدونو وروسته د چهارشنبې په ورځ اسلام اباد ته ولاړل.

دوی دواړو په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د راتلونکې شنبې په ورځ به یو پاکستانی پلاوی کابل ته راځي او په افغانستان کې د وروستیو بریدونو او د ډیورنډ د کرښې په هغې غاړه کې د تروریستي ډلو د پنا‌ه‌ ځایونو په اړه د افغان حکومت پوښتنو ته ځواب ووايي.

ښاغلي ستانکزي وویل د پاکستان له صدراعظم، د هغه هیواد د استخباراتو رئیس، د کورنیو چارو وزیر او یو شمیر نورو پاکستاني چارواکو سره څه باندې یو ساعت غونډه یې ګټوره وبلله.

هغه وویل، په "مختلفو کټګوریو کې د یو شمیر کسانو نوملړ او په پاکستان کې د تروریستي ډلو د روزنیزو مرکزونو په اړه یو لړ اسناد او شواهد یې د پاکستان لوري ته سپارلي دي".

نوموړي وویل د شوې ژمنې پر بنسټ ښايي د شنبې په ورځ د هغوی یو پلاوی به کابل ته راشي او هغه پلاوی باید د "هغو پوښتو په وړاندې چې هلته شوي او یا هغه توضیحات چې ورکړل شول، هغوی به د خپل دریځ او په ورته وخت کې د خپلو اقداماتو په اړه د افغانستان لوري ته بیرته معلومات ورکړي".

د کورنیو چارو وزیر برمک وویل د پاکستان لوري وړاندیز کړی چې د تروریستي ډلو د فعالیتونو د زیاتیدو د مخنیوي لپاره دواړه هیوادونه نږدې همکارۍ ولري.

ښاغلي برمک وویل "د پاکستان د آی اس آی رئیس او د کورنیو چارو وزیر مشخص وړاندیز وکړ، د دې لپاره چې موږ د دا ډول پیښو مخنیوی وکړو، د پاکستان او د افغانستان د حکومتونو ترمنځ په ډيره عالي کچه یو میکانیزم جوړ شي، چې له هغې لارې موږ وشو کولی معلومات او استخباراتي اطلاعات تبادله کړو".

د ښاغلي برمک پر وینا، پاکستان وړاندیز کړی چې دا میکانیزم په سیاسي او د امنیتي بنسټونو په کچه جوړ شي. د افغانستان د ملي امنیت مشر د تروریستي ډلو د روزنیزو مرکزونو او پناه‌ځایونو په اړه د اسلام‌اباد غبرګون ته په اشاري وویل "پخوا انکار کیده، خو دا ځل محدود اعتراف شوی".

د دغه افغان لوړپوړي امنیتي چارواکي پر وینا، د ډیورنډ کرښې په هغې غاړه کې د طالبانو د روزنیزو مرکزونو موجودیت، په پاکستان کې د طالبانو او نورو تروریستي ډلو د مشرانو حضور، د هغو مدرسو شتوالی چې سخت‌دریځي دودوي او د افغانستان په خلاف د تروریستي ډلو فعالیت هغه موارد وو، چې له پاکستاني لوري سره د تیرې ورځې په غونډه کې ورباندې خبرې وشوې.