افغان، پاکستاني او د قاطع ملاتړ پوځیانو پر امنیتي مسلو خبرې کړي

افغانستان، پاکستان او ناټو په مشرۍ قاطع ملاتړ ماموریت پوځي چارواکو د شنبې په ورځ د ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې پر امنیت خبرې کړي.

کابل کې افغانستان، پاکستان او د قاطع ملاتړ پوځیانو د ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې په امنیتي وضعیت خبرې کړي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري امریکا غږ اشنا راډیو سره په مرکه کې د دغو دریو پوځي ادارو ترمنځ د شنبې د ورځې خبرې د افغانستان، پاکستان او د ناټو په مشرۍ د قاطع ملاتړ د ماموریت د ځواکونو ترمنځ د درې میاشتنیو نوبتي غونډو لړۍ وبلله او ویې ویل چې په نننۍ ناسته کې د ناستې برخه والود ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې يو شمیر پرتو ستونزو خبرې کړي دي.

په دې خبرو کې د افغانستان او پاکستان د پوځ له اړخه د اوپراسیون رئیسان برخه لرله، چې ورسره په قاطع ملاتړ ماموریت کې د هغوی سیال هم برخه لرله.

جنرال وزیري وویل " موضوعات مشخص نه دي، مثلآ د ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې چې توغندي ویشتل کیږي او د کرښې په دواړو خواو کې چې ځینې ستونزې پیدا کیږي د حل د لارو د لټولو لپاره دوی پرې غږیږي".

جنرال وزیري وویل، چې تروریزم پر وړاندې جګړه او پر نورو مسایلو هم د غونډې برخه وال خبرې کوي.

په کابل کې افغانستان، پاکستاناو د قاطع ملاتړ ماموریت د پوځ اوپراسیون د قوماندانانو دا غونډه دوه ورځې وروسته له هغې جوړه شوې چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان او پاکستان په پوځي مرکزونو کې د عامه اړیکو د پوځي صاحب منصبانو د ګمارلو په اړه خبر ورکړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل د تیرې پنجشنبې په ورځ اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل، چې پاکستان ، افغانستان ته په پراخه مسایلو د خبرو وړاندیز کړی، چې د دواړو هیوادونو په پوځي قرارګاو کې د عامه اړیکو صاحب منصبانو د ګمارلو وړاندیز هم په کې شامل دی.

د افغانستان د د فاع وزارت ویاند امریکا غږ اشنا راډیو سره په خبرو کې د پاکستان دا وړاندیز تائید کړ، خو ویې ویل چې افغان حکومت لا پر دې وړانديز پریکړه نه ده کړې.

د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر باجوه، کابل ته د خپل وروستي سفر پر مهال دا وړاندیز د افغانستان جمهوررئیس محمد اشرف غني سره په کتنه هغه ته وړانډې کړې وو.

د بلې خوا د پاکستان د پارلمان د دواړو مجلسونو یو ۱۵ کسیز پلاوی افغان حکومت د چارواکو او د پارلمان د مشرانو سره د خبرو لپاره د جمعې په ورځ کابل ته راغلی دی.

د مشرانو جرګې دوهم مرستیال اصف صدیقي، امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې د دغه پاکستاني پارلماني پلاوي کې د ځینو سیاسي ډلو استازې هم په کې شامل دي.

ټاکل شوې دا پلاوی به د افغانستان د جمهوررئیس او اجرائیه رئیس سره د کتنو ترڅنګ د افغانستان د پخواني جمهوررئیس حامد کرزي هم وګوري.

د دې کال په لومړیو کې هم د ایاز صادق په مشرۍ یو پاکستاني پارلماني پلاوي له کابل څخه لیدنه کړې وه.