د افغانستان ولسي جرګې د ۱۴۰۰ مالي کال بودیجې طرحه رد کړه

ولسي جرګې وایي په بودیجه کې د کورنیو عواید پلان دوی ته د منلو وړ نه و

د افغانستان ولسي جرګې د راتلونکي ۱۴۰۰ مالي کال بودیجې طرحه د رایو په اکثریت سره رد کړه.

د ۱۴۰۰ مالي کال لپاره څه باندې ۴۵۲ میلیارد افغانۍ بودیجه په نظر کې نیول شوې چې ۲۹۶.۳ میلیارد افغانۍ یې عادي او ۱۵۶.۳ میلیارده یې پراختیايي بودیجه ده.

ولسي جرګې نن چهارشنبه ډسمبر ۳۰ (مرغومې ۱۰) پخپلې عمومي غونډه کې وویل چې د ۱۴۰۰ مالي کال وړاندې شوې بودیجه د ځینو لاملونو له امله د ولس استازو ته د منلو وړ نه وه.

د افغانستان د ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني د راپور تر اورېدو وروسته داسې پرېکړه اعلان کړه: "وکیل صاحبانو رایې اچوو، د ۱۴۰۰ مالي کال بودیجې د مسودې په اړه راپور د اختصاصي کمېسیون لخوا واورول شو، په دې اساس هغه وکیلان صاحب چې بودیجه تائیدوي زرغونه کارټونه دې پورته کړي او هغه چې مخالف دي سره کارټونه پورته کړي... د څلورو زرغونو کارټونو په استثنا رده شوه."

ولسي جرګې زیاته کړې چې د ولسمشرۍ ماڼۍ اړوند چارو ادارې کې د «واحد عملیاتي ادارې» لپاره د زیاتې بودیجې ورکولو، د کلیو او پرختیا وزارت څخه د کلیو د سرکونو پخولو پروګرام اخیستل او فواید عامې وزارت ته ورکولو، د بودیجې له مسودې پرته د تیر کال د ولایتي پروژو یعني ضمایمو ایستلو، په احتیاطي کوډونو کې د بودیجې زیاتوالي او ځینې نورو لاملونو له امله یې د ۱۴۰۰ مالي کال بودیجه رد کړه."

دوی وايي، کوم اصلاحات چې د ولسي جرګې لخوا په بودیجه کې راوړل شوي وو مالیې وزارت ته د منلو نه وو چې له امله یې د ولس د استازو لخوا رد شوه.

ولسي جرګې همدارنګه ویلي چې د مالیې وزارت لخوا په وړاندې شوې بودیجه کې د کورنیو عوایدو پلان دوی ته د منلو نه و.

ولسي جرګې د افغانستان د مالیې وزارت څخه وغوښتل چې تر لازمو اصلاحاتو راوستلو وروسته بیا ځلې ولسي جرګې ته قناعت ورکړي.

امریکا غږ هڅه وکړه چې په دې اړه د افغانستان د مالیې وزارت نظر واخلي، خو د هڅو سره سره بریالي نه شو.