ملي شورا د کال د نیمايي بودیجې د تائید لپاره فوق العاده غونډې کوي

د ولسي جرګې د دوبي رخصتۍ نن د جمعې په ورځ د زمري په یوولسمه پیل شوي دي.

جمهور رئیس محمد اشرف غني د یو فرمان په ترڅ کې د ملي شورا څخه غوښتي، چې د ۱۳۹۸ لمریز مالي کال د کال د نیمایي بودیجې د تائید لپاره د ملي شورا د رخصتیو پرمهال فوق العاده غونډې جوړې کړي.

دا فرمان د تیرې پنجشنبې په ورځ ( زمري لسم ) صادر شوی دی.

په دې فرمان کې د مالیې د وزارت او پارلماني چارو دولت وزارت مکلف شوی، چې ملي شورا ته بودیجه وړاندې کړي.

د ولسي جرګې اداري او د پالیسۍ د چارو مرستیال رحیم الله غالب امریکا غږ اشنا راډیو ته د جمعې په ورځ وویل، چې د اساسي قانون له مخې که چیرې د بودیجې مسله مطرح وي او یا هم جمهور رئیس د جرګې د فوق العاده غونډو د جوړیدو فرمان ورکړي، ملي شورا د غونډو په جوړیدو او د بودیجې سند بشپړیدو باندې مکلفه ده.

ښاغلي غالب وویل " د دې لپاره، چې د ولسي جرګې رخصتۍ نن د جمعې په ورځ د زمري په یولسمه پیلیږي، تیره ورځ مو د جمهوري ریاست له مقام څخه وغوښتل، چې که چیرې غواړي، چې بودیجه تصویب شي باید د جمهوري ریاست حکم ولرو، هغوی تیره ورځ دا حکم صادر کړ".

د جمهور رئیس محمد اشرف غني په حکم د سولې په چارو کې د دولت وزارت او هم د بشري حقونو او نړیوالو اړیکو لپاره د دولت وزارت تشکیلات په دې وروستیو اونیو کې رامنځ ته شوي دي.

د دغو دوو ادارو لپاره د بودیجې د ځانګړي کولو سربیره افغان حکومت د جمهوري ریاست د ټاکنو لپاره هم۹۰ میلیونه ډالره بودیجه ورکوي.

پر را روانو ټاکنو باندې ۱۴۹ میلیونه ډالره په مصرف رسیږي، چې ۹۰ میلیونه یې افغان حکومت او ۵۹ میلیونه نور یې نړیواله ټولنه برابروي.

ولسي جرګې د تیرې چهارشنبې ورځ ( زمري ۹ مه)د افغانستان د مالیې وزارت د نیمايي مالي کال بودیجه د رایو په اکثریت رد کړه.

د کال په پیل کې په تصویب شوې بودیجه کې د ټاکنو، د سولې د چارو دولت وزارت او د بشري حقونو او نړیوالو اړیکو د دولت وزارت ته بودیجه په پام کې نه وه نیول شوې.

دا بودیجه دولس ورځې وړاندې ولسي جرګې ته وړاندې شوه، چې دغې جرګې غړو د تیرې چهارشنبې په ورځ پرې بحث وکړ او د بحث په پای کې دا بودیجه رد شوه.

ولسي جرګې غړو د بودیجې د رد لپاره په خپلو دلایلو کې ویل، چې په ۴۲ بودیجوي واحدونو کې بودیجه کې بدلونونه راغلي دي، چې دا جرګه یې د هیواد د لومړیتوبونو په توګه نه ویني.

د مالیې وزارت ویاند شمروزخان مسجدي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې د ۱۳۹۸ لمریز کال نیمايي بودیجه ټوله ۴۱۱ ملیارده افغانۍ ده، چې د همدې کال د لومړۍ نیمايي پرتله ۲۴ ملیارده افغانۍ زیاته ده.

ښاغلي مسجدي وویل " له دې وروسته، چې د ولسي جرګې د غړو نظریات په لیکلي ډول مونږ ته را ورسیږي، هغه موارد به په سند کې شامل کړو او د جرګې د تصویب لپاره به یې بیا ولسي جرګې ته واستوو".

ټاکل شوې ولسي جرګې غړي به په راروانه اونۍ کې پر بودیجه بجث پیل کړي، خو دا لا معلومه نه ده، چې دا بحثونه به څومره دوام ومومي.