د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د متحده عربي اماراتو د دوبۍ او هند د نوي ډهلي په هوايي ډګرونو کې بند پاتې افغانانو ته یې هیواد ته د پروازونو زمینه برابره کړه.
هند او دوبۍ چې په دې وروستیو کې د کرونا ویروس مخنیوي لپاره پر پروازونو بندیز لګولی له امله یې افغانستان ته هم د افغان مسافرینو پروازونه ځنډول شوي وو.
یاد وزارت ویلي چې افغانستان ته د یادو مسافرینو د انتقال زمینه یې د روغتیا وزارت او ملکي هوايي چلند ادارې سره په همغږۍ برابره کړې ده.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نن شنبه مارچ۲۸(وري۹) ویلي له یادو هیوادونو څخه د افغان مسافرینو د پروازونو د لړۍ په پيلېدو سره نن شنبه له دوبۍ هوايي ډګر څخه ۶۳ تنه افغانان هیواد ته راستانه شول.
دغه وزارت ویلي: "هغه ۶۳ تنه افغانان چې د دوبۍ په هوايي ډګر کې ایسار پاتې وو هیواد ته راستانه شول. یو ډیر شمیر افغان وګړي چې په نوي ډهلي کې ځنډېدلي و، نن او راتلونکو ورځو کې د بیلابیلو پروازونو په ترڅ کې هیواد ته راستانه شي."
پر همدې مهال په هند کې افغان سفارت هم پر خپل فېسبوک پاڼه لیکلي چې په هند کې بند پاتې افغان مسافر به سر له نن شنبې څخه د یوې اونۍ په موده کې په پنځو پروازونو کې کابل ته ستانه شي.
We started evacuation of some 2500 stranded Afghans from Delhi to Kabul today. @AfghanistanInIN transferred first batch from 3 locations to the airport. Thanks🙏 to Indian authorities (esp PAI) for helping us doing this amidst a total lock-down. Bid farewell to them at the #IGIA pic.twitter.com/eJRcOo72cq
— Tahir Qadiry طاهر قادرى (@tahirqadiry) March 28, 2020
هند او دوبۍ هغه هیوادونه دي چې نسبت نورو هیوادونو ته افغانان زیات تګ راتګ ورته کوي.
متحده عربي اماراتو د روانې مارچ میاشتې پر ۲۶مه د کرونا ویروس خپرېدو مخنیوي په هدف او هند هم د همدې میاشتې پر ۱۵مه د یادې ستونزې له امله افغانستان ته خپل پروازونه وځنډول.