ارګ: تر سپټمبر پورې د سولې د لومړني تفاهم هیله شته

د سترایژیکو اړیکو په برخه کې د افغانستان د جمهور رئیس محمد اشرف غني ستر سلاکار وحید عمر وايي، افغان حکومت په راروانو دوو میاشتو کې د سپټمبر تر لومړۍ نېټې وړاندې د سولې په برخه کې د وسله والو طالبانو سره د لومړني تفاهم هیله لري.

وحید عمر نن د شنبې په ورځ (چنګاښ ۱۵مه) کابل کې د رسنیو استازو ته د افغانستان د جمهوري ریاست د ویاند صدیق صدیقي د پیژندلو غونډې ته په وینا کې وویل، چې د سولې د لومړني تفاهم وروسته به د سولې په اړه جدي خبرې پیل شي.

ښاغلي عمر وویل:"د افغانستان حکومت او د امریکا د متحده ایالاتو ترمنځ په دې رابطه ډیر نږدې تفاهم شته. نن جمهور رئیس صاحب د ډاکټر زلمي خلیلزاد سره یو نیم ساعت خبرې وکړې. او هیله مو د اده، چې په راتلوونکي دوو میاشتو کې د سپټمبر تر اوله پورې یو څه ابتدایي تفاهم وشي د سولې د پروسې په ارتباط. البته دا به د کار اخیر نه وي، له هغې وروسته به بیا جدي مذاکرات شروع کیږي. یعني د اول د سپټمبر پورې زمونږ هیله داده او مونږ او بین المللي همکاران ټول په ګډه کار کوو، چې تفاهم ته ورسیږو. دا چې کله نتیجې ته رسیږو د هغې په اړه څه نشو ویلی".

د افغان حکومت دغه چارواکي دا څرګندونې پر داسې مهال کوي چې دا مهال قطر د افغان سولې په اړه د امریکايي او طالب استازو ترمنځ د اوم پړاو مذاکراتو او د افغان سیاسینو او طالبانو ترمنځ بیا د بین الافغاني مذاکراتو کوربه دی.

د افغانستان د جمهوري ریاست دغه چارواکي وویل، په افغانستان کې د تل پاتې سولې د ټینګیدو لپاره مهمه خبره داده، چې د سولې په خبرو کې د افغانستان د مشروع حکومت استازي برخه ولري.

ښاغلي عمر وویل "د دې کار لپاره د تلې د شپږمې نیټې ټاکنې حتمي دي. شفافو او سرتاسري ټاکنو ترسره کیدو لپاره زمونږ هڅې د سولې د بهیر سره به موازي پرمخ لاړ شي دواړه پروسې په یو ډول جدیت سره تعقیبږي".

د وحید عمر د څرګندونو وړاندې د سپټمبر تر لومړۍ ورځې طالبانو سره د سولې لومړنۍ موافقې ته د ر سیدلو په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پیمپو کابل ته د خپل سفر پر مهال هم خبرې کړې وې.

خو دا لومړی ځل دی، چې افغان حکومت هم د جمهوري ریاست د ټاکنو وړاندې طالبانو سره د سولې د لومړنۍ موافقې ته د رسیدلو په هکله خبرې کوي.

تیره اونۍ د طالبانو یو ویاند سهیل شاهین د الجزیرې تلویزیون سره په مرکه کې ویلي، چې امریکا او طالبانو ترمنځ مسایل تر ۹۰ فیصدو پورې بشپړ شوي دي.

نن هم په دوحه کې د وسله والو طالبانو او د امریکايي چارواکو ترمنځ د اووم پړاو خبرې روانې وې.