طالبان: تر خپلمنځي خبرو وروسته نن له امریکايي استازو سره بله ناسته لرو

دا په دوحه کې د افغان سولې په اړه د امریکا او طالبانو نهم دور مذاکرات دي

طالبان وايي، تېره شپه یې تر لس نیمو بجو له امریکايي استازو سره د افغان سولې په اړه مذاکرات لرل.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د «اګست پر۲۵مه» پر خپل ټوېټر ویلي، ټاکل شوې نن د دوشنبې په سهار تر خپلمنځي خبرو وروسته مازدیګر له امریکايي استازو سره بله ناسته تر سره کړي.

شاهین ویلي:"نن دشپې ترلس نیمو بجو پورې مو د امریکایي ټيم سره مذاکرات درلودل. سبا سهار مو خپلمینځي مجلس دی اوله مازدیګر وروسته به د نوموړي ټيم سره بله ناسته ولرو، انشاالله."

دا په دوحه کې د افغان سولې په اړه د امریکايي او طالب استازو ترمنځ د نهم پړاو مذاکراتو پنځمه ورځ ده، دغه مذاکرات د تېرې اونۍ د پنجشنبې په ماښام پيل شوي دي.

تېره ورځ دواړو لورو په قطر کې د امریکا غږ خبریال ایوب خاورین ته ویلي و، چې د وروستۍ موافقې د مسودې پر جزئیاتو باندې کار کوي.

د نوموړي په وینا دواړو لورو خوشبیني ښودلې، چې د نهم پړاو مذاکراتو کې وروستۍ نتیجې ته ورسېږي.

بلخوا افغان حکومت وايي، چې په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ روان مذاکرات یوازې یوه پروسه ده.

د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب اشنا ټلویزیون سره په ځانګړې مرکه کې وویل، چې دا مذاکرات په ابتدايي حالت کې روان دي او اصلي مذاکرات به د بین الافغاني مذاکراتو له پیلیدو وروسته وي.

محب زیاته کړه:"زموږ مسایل ډیر غټ دي، په حکومتدارۍ دي، په حکومت کې په شراکت دي، په راروان سیستم باندې دي، ډیر داسې مسایل دي چې په هغې به موږ خبرې کوو، او هغه آسانه کار نه دی".

ښاغلی محب وویل، چې د جمهوري ریاست تر ټاکنو مخکې له طالبانو سره د سولې موافقه ممکنه نه ده.