سرابي: دویم پړاو مذاکراتو کې به 'سخت او جدي' بحثونه ولرو

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د پلاوي یوه غړې حبیبه سرابي

د افغانستان د اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوي دوحې ته له رسېدو وروسته تیره شپه ویلي چې په دویم پړاو مذاکراتو کې به له طالبانو سره جدي بحثونه ولري.

د دغه پلاوي یوې غړې حبیبه سرابي ویلي چې دویم پړاو مذاکرات به د تیرې فیصلې په اساس بېرته پیل شي.

هغه زیاتوي: "د دې پړاو مذاکرات له اندېښنو او هیلو سره مل دي. اندېښنه د دې لپاره چې موږ به پر اجنډا باندې سخت بحثونه ولرو او هیله هم د دې لپاره چې د دغو بحثونو په جریان کې په افغانستان کې دایمي اوربند او د وینې تویدلو د لړۍ درولو ته ورسېږو".

د افغانستان د اسلامي جمهوريت پلاوی د دویم پړاو مذاکراتو د پیل لپاره د سې‌شنبې په ورځ جنوري ۵ (مرغومي ۱۶) د قطر پلازمینې دوحې ته ورسېد.

ملګرو ملتونو او د امریکا متحده ایالاتو د افغانستان د دولت او د طالبانو د ډلې ترمنځ د دویم پړاو مذاکراتو له پیلېدو هرکلی کړی دی.

د افغانستان د پخلاینې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تیره ورځ د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا له رئیس عبدالله عبدالله سره په لیدنه کې د تاوتریخوالي کچه د نه منلو وړ بللې پر ختمولو یې ټینګار کړی دی.

ښاغلي خلیلزاد دغه راز په دوحه کې د دویم پړاو بین‌الافغاني مذاکراتو پیلېدو ته په اشارې ویلي چې د امریکا متحده ایالات د افغانستان د سولې له پروسې څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.

همداشان ښاغلي خلیلزاد د افغانستان د ملي امنیت شورا له سلاکار حمدالله محب سره په لیدنه کې د افغان سولې، اوربند او د سولې په تړاو د سیمه‌ییزې او نړیوالې اجماع پر رامنځ ته کولو خبرې کړي دي.

د ملي امنیت شورا په یو بیان کې ویلي چې دواړه خواو د افغانستان د جمهور رئیس محمد اشرف غني د لیدلوري په مطابق سیاسي حل لارې ته د رسېدلو لپاره د دوه اړخیزو همکاریو پر دوام توافق کړی دی.

په بیان کې راغلي: "د جمهور رئيس غني لیدلوری له متحده ایالاتو او نړیوالو شریکباڼو سره شریک شوی، چې هغه په خپل منځ کې او له نړیوالو سره په سوله کې یو خپلواک، متحد او ډموکراټ افغانستان دی چې زموږ د لاسته راوړنو د ساتنې او پراختیا وړتیا ولري".

په عین حال کې د افغانستان د ولسي جرګې یو شمیر غړو د چهارشنبې ورځې په غونډه کې د تاوتریخوالي بې‌ساري زیاتوالي ته په اشارې د سولې د خبرو له دواړو اړخونو څخه غوښتي چې په دې پړاو مذاکراتو کې پر اوربند توافق وکړي.