متحده عربي اماراتو د طالبانو او امریکا تر منځ د خبرو اترو د دغه پړاو کوربه توب په ابوظبي کې وکړ چې د پاکستان او سعودي عربستان استازو هم په کې برخه اخیستې وه.
چارواکي وایي چې د افغانستان د سولې لپاره دغه غونډه ډیره مفیده وه او ډیرې لاسته راوړنې یې درلودلې.
متحده عربي امارات وایي چې د افغانستان د سولې خبرو دویم پړاو به هم په ابو ظبي کې کیږي. د سعودي عربستان او اماراتو مشرانو له افغان جمهور رئیس او د امریکايي، پاکستاني او طالبانو له پلاوي مننه کړې چې په دغو خبرو اترو کې یې برخه واخیسته او ددې غونډې بریا لپاره یې هڅې وکړې.
Had productive mtgs in UAE w Afghan & intl partners to promote intra-Afghan dialogue towards ending the conflict in #Afghanistan. Grateful to UAE for hosting talks & their commitment to founder’s legacy as Year of Zayed ends & Year of Tolerance begins: https://t.co/7lNaAeErqh
— U.S. Special Representative Zalmay Khalilzad (@US4AfghanPeace) December 19, 2018
ښاغلي خلیلزاد هم نن چهارشنبې پر خپل ټوېټر لیکلي چې له پاکستاني چارواکو سره یې د اوبوظبي د غونډې معلومات شریک کړل او نن شپه به په کابل کې له افغان مشرانو سره وګوري.
Just met w #Pakistan leaders to update them on the state of play following our meetings in UAE. Looking forward to meeting Afghan leaders in Kabul, #Afghanistan tonight.
— U.S. Special Representative Zalmay Khalilzad (@US4AfghanPeace) December 19, 2018
د پاکستان د پوځ ویاند آصف غفور پر خپل ټوېټر لیکلي چې "ښاغلي خلیلزاد د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوه سره لیدنه کې د افغان سولې او سیمه ییز امنیت په اړه خبرې کړي، خلیلزاد افغان سولې په برخه کې د پاکستان هڅې ستایلي او د پاکستان د پوځ مشر ویلي چې، په افغانستان کې سوله د پاکستان لپاره مهمه ده او په سیمه کې د سولې او امنیت لپاره به همکاري وکړي"
H.E Mr Zalmay Khalilzad called on COAS. Regional security and Afg peace process discussed. Visiting dignitary appreciated Pak’s efforts for Afg peace process. COAS reiterated that peace in Afg is imp for Pak and assured cont efforts for bringing peace and stability in the region. pic.twitter.com/GlMWpfm1cJ
— Maj Gen Asif Ghafoor (@OfficialDGISPR) December 19, 2018
د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوې اعلامیه کې ویلي چې د ډسمبر په ۱۷ او ۱۸مه د اسلامي امارت او د امریکا د متحده ایالتونو د استازو تر منځ خبرې اترې په ابوظبي کې وشوې چې په کې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو پر وتلو، ملکي تلفاتو او بندیانو سره د چلند او خلاصون په اړه خبرې شوي دي.
طالبانو همدارنګه زیاته کړې چې په دې غونډه کې د اوربند، موقت حکومت، انتخاباتو او افغان حکومت سره د مذاکراتو په اړهد دوي موقف معلوم دی او هیڅکله به په دغسې غونډو کې پرې خبرې ونکړي. دوي زیاتوي چې په افغانستان د سولې د نه راتللو او د اوسني ناورین د اوږدیدو تر ټولو غټ علت په دې هیواد کې د بهرنیو ځواکونو شتون دی.
د ابوظبۍ د ناستي په اړه د اسلامی امارت د ویاند وضاحت https://t.co/Y55lH2Kcic pic.twitter.com/jz8evI3Ldy
— Zabihullah (ذبیح الله م ) (@Zabihullah_4) December 19, 2018
طالبانو د اعلاميې په وروستۍ برخه کې دا هم ویلي چې په راتلونکي کې د خبرو اترو لپاره نیټه او ځاې به د امریکا د متحده ایالتونو او طالبانو د مشرتابه له خوا ټاکل کیږي.