حضرت الله ځاځي په ۶ توپونو ۶ شپږیزې ووهلې

حضرت الله ځاځی د کابل ځوانانو لپاره لوبه کوي.

حضرت الله ځاځي د افغانستان د غوره لیګ په سیالیو کې په یو اور کې پرله پسې ۶ شپږیزې ووهلې. ځاځی لومړنی افغان لوبغاړی شو چې په یو اور کې ۳۶ منډې کوي.

د افغانستان دغه کیڼ لاسی توپ وهونکی همدارنګه لومړنی افغان لوبغاړی شو چې په لږو توپونو ۵۰ منډې کوي. حضرت الله ځاځي د کابل ځوانانو په لوبډلې کې لوبیږي او د یکشنبې په ورځ (اکتوبر۱۴) یې د بلخ لیجنډز خلاف لوبې کې دا تازه ریکارډ جوړ کړ.

ځاځي پدې لوبې کې په اولسو توپونو ۶۲ چټکې منډې وکړلې.

حضرت الله ځاځي تر سوځیدو وروسته وویل تل یې غوښتل چې د نړۍ د مشهورو لوبغاړو په شان نړیوال ریکارډ جوړ کړي او دا ارمان یې پوره شو.

د ځاځي نه وړاندې د هند لوبغاړي یوراج سینګ او د ویسټ انډیز کریس ګیل هم په دولسو توپونو پنځوس منډې کړې وې. همدغه راز تر دې مخکې د هند لوبغاړي یوراج جنګ د انګلنډ خلاف یوې لوبې کې په شپږ توپونو شپږ شپږیزې وهلې وې.