افغان لوبغاړی نوین الحق ولې له یوې ورځنیو نړیوالو لوبو څخه استعفا کوي؟

نوین الحق د پاکستان په خلاف لوبې کې د پاکستاني لوبغاړي سوځېدل نمانځي

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې چټک توپ اچوونکی نوین الحق وايي، چې د ۲۰۲۳کال د نړیوال جام له سیالیو وروسته به له یوې ورځنیو نړیوالو لوبو سره خدای په اماني کوي.

نوین الحق د چهارشنبې په ورځ سپتمبر ۲۷ (میزان پنځمه) امریکا غږ ته وویل چې د دغه کار هدف «په خپل صحت او فزیکي روزنې باندې ډېر تمرکز کول» دي. نوموړي وویل چې په زنګانه کې د ځینو ټپونو له کبله یې له ډاکټرانو سره تر سلا مشورو وروسته دا پرېکړه کړې ده.

هغه زیاته کړه: «ډاکټرانو وویل چې زه باید په یو فارمټ [د کرکټ لوبې یوې بڼې] باندې تمرکز وکړم او که داسې وکړم هم به مې صحت ښه وي او هم به د ډېرو وخت لپاره کرکټ وکړای شم، خو که دوه فارمټه [یوه ورځنۍ او شل اوریزې] لوبې وکړم، د بیا ژوبل کېدو امکان هم شته او د رغېدو لپاره به هم ډېر وخت نه وي.»

د کرکټ په یوې ورځنیو نړیوالو لوبو کې یو توپ اچوونکی باید ۱۰ اورونه، چې ۶۰ توپونه کېږي، وکړي او د کرکټ د کارپوهانو په باور چې لوبغاړی پوره په سټه روغ نه وي، دا ډول لوبې مسلسل نشي کولای. برعکس، په شل اوریزو کې بیا یو توپ اچوونکی یوازې څلور اورونه، چې ۲۴ توپونه کېږي، کوي.

نوین الحق ۲۴ کلن دی او د افغانستان لپاره یې لومړۍ یوه ورځنۍ لوبه په ۲۰۱۶ کال کې د بنګله دېش په خلاف وکړه. ده تر دې دمه د افغانستان لپاره اووه یوه ورځنۍ لوبې کړې او ۱۴ لوبغاړي یې سوځولي دي.

نوین الحق، چې دا مهال د نړۍ د شلو اورونو په اکثریت تجارتي لیګونو کې لوبېږي، څو کاله وروسته، بیا د یوې ورځنیو لوبو او نړیوال جام لپاره د افغانستان په لوبډلې کې شامل کړل شوی.

هغه د ۲۰۲۲ شل اوریز نړیوال جام څخه څو میاشتې مخکې، له یوې ورځنیو لوبو څخه یو کال رسمي رخصت واخیست او ویې ویل چې غواړي ټول تمرکز په شل اوریزو لوبو باندې وکړي. نوین الحق د افغانستان لپاره د ۲۰ اورونو ۲۷ لوبې کړې او ۳۴ لوبغاړي یې سوځولي دي.

هغه په خپل انستاګرام کې هم د خپلې استعفا خبر خپور کړی او ویلي دي، چې د افغانستان د ملي لوبډلې د لباس اغوستل ورته یو ویاړ و او په نړیوالو شل اوریزو سیالیو کې به د افغانستان لپاره خپلې لوبې روانې ساتي.