قوماندان نوید تخار کې تر یوې ورځې او شپې محاصرې وروسته تسلیم شو

غیر مسؤل قوماندان نوید

د کندوز د خان اباد ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی غیر قانوني وسله وال قوماندان نوید بېګاه شپه ناوخته د افغان ځواکونو له خوا د تخار په مرکز تالقان ښار کې ونیول شو.

د دغه وسله والو قوماندان د نیولو لپاره هغه وخت پولیسو اقدام وکړ چې په خان اباد کې د ملي اردو له سرتېرو سره په جګړه کې یې ټپي ملګری په تالقان کې یو شخصي روغتون ته انتقالاوه.

نوید په کندز کې د غیر مسؤلو وسله والو ډلو مشر دی

د کندوز د والي ویاند عصمت الله مرادي وايي چې پر غیر قانوني وسله وال نوید باندې د خلکو له خوا د وژنو، د ځمکو د غصب، انسان تښتونې او وسله والو غلاو او نورو بېلا بېلو جرمونو ادعاګانې شوي.

مرادي وايي چې د تېرې جمعې په ورځ وسله وال قوماندنان نوید د ملي اردو له سرتېرو سره جګړه کړې او په لاره کې یې د پولیسو پر چیک پوانټونو هم ډزې کړي دي، هغه زیاتوي چې د همدغو سرغړونو پر بنسټ دولت غوښتل هغه ونیسي.

د تخار د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالخلیل اسیر وايي چې بیګاه شپه ۱۲ بجې قوماندان نوید چې په یو شخصي روغتون کې د پولیسو له خوا محاصره شوی و ځان پولیسو ته تسلیم کړ.

غیر مسؤل وسله وال قوماندان نوید تر اوږدې محاصرې وروسته ځان پولیسو ته تسلیم کړ

هغه وايي چې د پولیسو دغې محاصرې یوه شپه او یوه ورځ ادامه پیدا کړه او بالاخره وسله وال قوماندان نوید پولیسو ونیوه.

د سیمې د خلکو د وینا له مخې قوماندان نوید د کندوز په خان اباد ولسوالۍ کې تر ۱۵۰ پورې وسله وال کسان لري چې هم له طالبانو او هم له افغان ځواکونو سره جګړې کوي.