پولیس د مخدراتو کشف لپاره وړیا ټیلیفوني لیکه جوړوي

د افغانستان پولیس د تروریستي فعالیتونو په مخنیوي کې د عامو خلکو د همکارۍ لپاره د ۱۱۹ شمیرې ټیلیفوني لیکه هم لري.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، چې د مخدراتو د کشف او ضبط او د قاچاقبرانو او پرچون پلورونکو د نیولو لپاره به ډیر ژر د ټیلیفوني اړیکو ځانګړې لیکه جوړه او شمیره به یې له خلکو سره شریکه کړي.

د دغه وزارت د مخدره موادو پر ضد د مبارزې معین جنرال خلیل بختیار د چهارشنبې په ورځ "د معتادینو د کچې ډیریدو د لاملونو د څیړلو" په سیمینار کې وویل، چې د ټیلیفون دغې لیکې په جوړیدو سره به خلک په وړیا ډول له پولیسو سره اړیکه نیولی شي.

جنرال بختیار وویل "موږ وړاندیز کړی، چې د ۱۱۹ په څیر د ټیلیفون یوه مستقله لیکه موږ ته جوړه شي، ترڅو موږ یې په وړیا ډول د خپلو خلکو په واک کې ورکړو او په هرځای کې چې دوی د مخدره موادو کاروباریان او هغه کسان چې د قانون خلاف کارونه کوي ویني، موږ خبر کړي، چې زموږ پولیس سیمې ته ځان ورسوي او هغوی ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري".

ښاغلي بختیار زیاته کړه، چې د دغې ټیلیفوني لیکې د جوړولو پر سر کار پیل شوی او ژر به یې شمیره له خلکو سره شریکه شي.

له دې وړاندې هم د کورنیو چارو وزارت، د تروریستي فعالیتونو په مخنیوي کې له پولیسو سره د عامو خلکو د همکارۍ لپاره د ۱۱۹ شمیرې ټیلیفوني لیکه جوړه کړې، چې لا هم فعاله ده.

د سپیانو روزل

جنرال خلیل بختیار دغه راز وویل، د مخدراتو د کشف او قاچاق د مخنیوي لپاره د مخدره موادو پر ضد د مبارزې په معینیت کې د سپیانو د روزنې یو مرکز هم جوړوي.

هغه وویل "د مخدره موادو د کشف په برخه کې، حتی د چاودیدونکو موادو او د اجسادو د موندلو په برخه کې سپيان له کشفي ارګانونو او پولیسو سره مرسته کوي، دا برخه هم دلته جوړیږي".

ښاغلي بختیار زیاته کړه، چې روزل شوي سپيان به له پولیسو سره د مخدره موادو په موندلو کې اغیزمنه مرسته وکړي.

د قاچاقبرانو نیول

د مخدره توکو پر ضد د مبارزې معین وویل، په تیره یوه نیمه میاشت کې له مخدارتو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو د افغانستان په کچه ۴۷۲ عملیات ترسره کړي او په نتیجه کې یې د مخدراتو د قاچاق او کاروبار په تړاو ۵۳۱ شکمن کسان نیولي دي.

د ښاغلي بختیار پر وینا په نیول شوو کسانو کې اوه تنه دولتي مامورین او یو شمیر لوی قاچاقبران هم شامل دي.

جنرال بختیار زیاته کړه، چې پولیسو په دې موده کې ۵۵ ټُنه بیلابیل ډوله مخدره مواد کشف او ضبط کړي او همدا شان د هیروئینو د تولید ۷ فابریکې یې له منځه وړې دي.