د افغانستان د ملي امنیت پخواني مشر نبیل نوی سیاسي ګوند اعلان کړ

رحمت الله نبیل، د افغانستان د ملي امنیت پخوانی مشر

د افغانستان د ملي امنیت پخواني رئیس رحمت الله نبیل د دوشنبې په ورځ جنوري ۱۶ (مرغومي ۲۶) "د افغانستان د ازادۍ ملي‌ ګوند" په نوم د سیاسي حزب اعلان وکړ او وویل، ددې وخت رارسېدلی چې د افغانستان واک بېرته ددغه هېواد ولس ته وسپارل شي.

په دې اړه په خپره شوې اعلامیه کې ښاغلي نبیل ویلي چې د هیواد د ځمکنۍ بشپړتیا، یووالي او خپلواکۍ د ساتنې او د یوه غیرمتمرکز نظام د جوړېدو لپاره مبارزه کوي. هغه په افغانستان کې تلپاتې سوله ددغه هېواد د وګړو د ارادې پر بنسټ د قانون د حاکمیت په رامنځته کېدو پورې تړلې بللې ده.

په اعلامیه کې راغلي: "افغانستان اوس د ملي واک، مشروع حکومت او د قانون حاکمیت په نه لرلو سره د نړۍ یوازینی هیواد دی او د هرې ورځې په تیریدو سره د انساني تمدن او انساني ټولنې له کاروان څخه لا وروسته پاتې کیږي."

په دې اعلامیه کې افغانان له دغه ګوند سره یو ځای کېدو ته رابلل شوي او له نورو افغان سیاسي ګوندونو سره د افغانستان د ژغورنې دپاره د پیوستون غوښتنه شوې ده.

نبیل همدارنګه اندېښنه ښودلې چې افغانستان "د پرځېدو، کورنیو خونړیو جګړو او د یوه بېساري ناورين پر پاڼ ولاړ دی" او پر طالبانو یې هم غږ کړی چې له انحصار څخه لاس واخلي او د خلکو ارادې ته تسلیم شي.

هغه وویل: "د طالبانو ډلې ته هم وایو، مخکې له دې چې ډیر ناوخته شوی وي، نور له زور زیاتي، جبر او استبداد څخه لاس واخلي او د افغان ولس ارادې ته تسلیم شي، که نه نو د اوسني مسلط شوي وضعیت د منفي پایلو مستقیم مسوولیت به ددې ډلې پر غاړه وي."

ښاغلی نبیل وايي، اوس وېره شته چې افغانستان به د سیمه ییزې او نړیوالې ترهګرۍ د ودې او صادرولو په مرکز بدل شي. هغه وايي، په افغانستان کې د بېلابېلو هیوادونو د جنګیالیو موجودیت د سیمې او نړۍ د ثبات او امنیت لپاره احتمالي ګواښ ګڼل کېږي.

طالبانو د ۲۰۲۱ په اګست کې په افغانستان کې بیا واک ته له رسېدو وروسته په وار وار ویلي چې د بل هر وخت په پرتله په افغانستان کې امنیت ټینګ دی او ډاډ یې ورکړی چې ددغه هېواد خاوره د ګاونډیو او نورو هېوادونو به خلاف نه کارول کیږي.

له دې وړاندې د احمد مسعود په مشرۍ د ملي مقاومت جبهې او د افغانستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر، محمد حنیف اتمر، په مشرۍ د سولې او عدالت ملي حرکت په نوم سیاسي خوځښتونه پیل شوي وو او د خپل کار اصلي موخه یې د افغانستان ژغورنه ښودلې وه.