د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د تروریزم او افراطیت پر ضد د خلکو د یو موټي کیدو لپاره، په پاکستان کې د پښتنو له اوږدمهالي احتجاج څخه ملاتړ کوي.
افغان ولسمشر په خپل ټویټر کې د پاکستان د پښتنو احتجاج، د افراطیت پر ضد د مثبت اقدام پیل ګڼلی او ویلي یې دي "دا له اخلاقي پلوه زموږ د ټولو دنده ده چې ملاتړ یې وکړو".
له شاوخوا لسو ورځو راهیسې په زرګونو پښتنو د یو قبائیلي ځوان نقیبالله مسید د وژل کیدو په غبرګون د اسلام آباد په شمول د پاکستان په بیلابیلو ښارونو کې په پراخو لاریونونو لاس پورې کړ.
د دغو معترضینو په غوښتنو کې راغلي چې د نقیبالله مسید قاتلینو ته سزا ورکړل شي، د ورکو شویو پښتنو څرک دې معلوم شي او په قبائیلي سیمو کې ښخ کړای شوي ماینونه شنډ شي.
ولسمشر غني پر رسنیو غږ کړی، چې نړیوالو ته د پښتنو د غږ په رسولو کې له پښتنو احتجاجکوونکو سره مرسته وکړي "زه له رسنیو څخه غواړم چې خپلې دندې په بېپرې ډول ترسره کړي او د پښتنو له احتجاج سره مرسته وکړي، چې نړیوالو ته خپل رښتینی انځور او خپلې نیوکې او غوښتنې وړاندې کړي".
The #PashtunLongMarch is a very positive initiation against fundamentalism that morally binds on each and everyone of us to support them.
— Ashraf Ghani (@ashrafghani) February 9, 2018
ښاغلي غني دغه راز په کابل کې وروستیو خونړیو بریدونو ته په اشارې زیاته کړې، چې د افغانستان او سیمې خلک باید د افراطیت پر ضد یو موټی شي.
کابل کې د پاکستان د پښتنو د احتجاج په ملاتړ لاریون
د پاکستان په مختلفو سیمو کې له څه باندې یوې اونۍ احتجاجونو وروسته، لسګونو کابل میشتو د جمعې په ورځ د دغه ښار د حضوري چمن په سیمه کې د پاکستان د پښتنو د احتجاج په ملاتړ لاریون وکړ.
لاریون کوونکو چې د "لر او بر یو افغان، ترهګري نه منو، ترهګرپال نه منو، د پښتنو دښمن پنجاب او د پښتنو قاتل پنجاب" شعارونه ورکول، په پاکستان کې د میشتو پښتنو له احتجاج سره د پیوستون او ملاتړ اعلان وکړ.
د لاریون یو تنظیمونکي ایمل څړوال، چې د لاریونکوونکو په استازیتوب یې پنځه مادهییزه پریکړه لوسته وویل "موږ د پښتونخوا د خلکو لانګمارچ د ټولو بنیادي غوښتنو ملاتړ کوو، پاکستان دې د تروریزم حامي هیواد په توګه وپیژندل شي، قبایلي پښتانه د طالبانو او پاکستان پوځ له خوا وژل کیږي، د ملګرو ملتونو سوله ساتي ځواکونه باید قبایلي سیمو ته لاړ شي. د جنګي جرمونو نړیواله محکمه دې په فاټا کې د دولت له خوا د قبایلو د جینوسایډ (ټولوژنې) څیړنې وکړي او نړیوالې رسنۍ دې باید قبایلو کې خپل دفترونه پرانیزي".
د افغانستان د ولسي جرګې یو شمیر وکیلانو او افغان سیاستوالو هم په پاکستان کې د پښتنو د احتجاج څخه ملاتړ کړی او دا یې د هغو کسانو مشروع غږ بللی چې په سیمه کې د تروریستي ډلو له حرکتونو څخه ځوریږي.
په همدې حال کې د افغانستان د ملي امنیت پخواني رئيس امرالله صالح له افغان حکومت څخه غوښتي، چې په پاکستان کې د پښتنو له احتجاج څخه ملاتړ وکړي.
ښاغلي صالح په خپل فیسبوک پاڼه کې لیکلي، چې په پاکستان له پښتنو څخه ملاتړ د افغانستان د ملي ګټو کرښه ده او که افغان حکومت د "پښتنو له پاڅون" څخه مالي ملاتړ نه شي کولی، سیاسي او معنوي ملاتړ دې ترې وکړي.