له ۱۲ زرو څخه زیات افغان ماشومان د زړه د جراحۍ عملیاتو ته په تمه دي

د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، چې له ۱۲ زرو څخه زیات د هغو افغان ماشومانو نومونه یې لیکلي، چې د زړه له ناروغۍ څخه کړیږي او د جراحۍ عملیاتو ته انتظار اوباسي.

دغې ټولنې د شنبې د ورځې ناوخته سپټمبر۱۶ (وږي ۲۴) په یوه اعلامیه کې ویلي، چې په تیرو ۱۴ میاشتو کې یې ددغه شمیر څخه ۱۷۷۰ تنه کوچنیان د جراحۍ د عملیاتو لپاره د افغانستان په دننه کې روغتونونو ته معرفي کړي دي.

په دې اعلامیه کې ویل شوي: "ددغه شمیر څخه شاوخوا ۱۵۰۰ ماشومان ښه شوي او خپلو کورنیو سره یو ځای شوي دي او پاتې نور لا هم په روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي".

همدارنګه د افغاني سرې میاشتې ټولنې ویلي، چې په نږدې ورځو کې یې ۴۸ ماشومان، چې د زړه له ناروغیو کړیدل د درملنې او جراحۍ لپاره کابل کې دوو روغتونونو ته معرفي کړي دي.

د سرې میاشتې ټولنه وايي، چې ددغو ناروغانو د درملنې ټول مصرف دا ټولنه ورکوي. د راپورونو له مخې په روغتون کې د هرماشوم د درملنې مصرف تر ۳۵۰۰ امریکايي ډالرو پورې اټکل کیږي، چې اکثره کورنۍ یې د ورکولو توان نلري.

دمخه هغه ماشومان چې د زړه د سوري په ګډون د نورو ناروغیو له امله سرې میاشتې سره یې نومونه ثبتیدل د هند په ګډون ځینو اروپايي هیوادونو ته د درملنې لپاره استول کیدل، خو په دې وروستیو کلنو کې ددغسې ناروغانو د درملنې امکانات دننه په افغانستان کې هم پیدا شوي دي.

د سرې میاشتې د ټولنې مسوولینو ویلي، چې اوس ددغسې ماشومانو درملنه په کابل او څو ولایتونو په خصوصي روغتونونو کې ممکنه شوې ده.

د زړه د سوري په ناروغۍ د اخته ماشومانو دقیق شمیر څرګند نه دی، خو د عامې روغتیا وزارت په ۱۳۹۹ لمریز کال کې د ۱۲۸ زره دغسې ناروغو ماشومانو د نومونو د ثبت خبر ورکړی و.

د زړه ناروغۍ ډاکټران وايي، چې په ماشومانو کې د زړه د سوري د ناروغۍ یو علت د اقلیم بدلون دی. د زړه د ناروغۍ د متخصصانو د وینا پر اساس د میندو د امیدوارۍ درییمه او اتمه اونۍ د ماشوم د زړه د ودې لپاره ډیره مهمه ده که چیرې امیدواره میندې د سختې ګرمې هوا سره مخ وي ددې ډیر احتمال شته چې زیږیدونکی ماشوم به یې د زړه په ناروغۍ اخته وي.