پېښور کې افغان کوچني انځورګران د افغان ماشومانو ستونزې بیانوي

په پېښور کې یو شمېر انځورګرو افغانو ماشومانو نندارتون پرانیستی او وایې موخه یې نړۍ ته د نجونو د زده کړې د حق په شمول د افغانو ماشومانو د ستونزو بیانول دي.

دا نندارتون په پېښور کې د افغان کمېشنرۍ او یو شخصي انسټیټیوټ په مرسته جوړ شوی چې پکې ددې انسټیټیوټ بې وزله ماشومانو د خپلو هنري اثارو په ښودلو سره د لیدونکو پام ځان ته را ګرځولی.

دا انځورګر ماشومان په افغانستان کې سوله او تعلیم تر بل هر څه مهم ګڼي. ماشوم انځورګر، عطاالله وايي: "په هغه انځور کې چې ما جوړ کړی دی، زه دا پیغام ورکوم چې وسلې باید لیرې شي او په هیواد کې سوله راشي."

د محمد کاشف په نامه یو بل ماشوم انځورګر وايي: "دا فکر مې وکړ چې په افغانستان کې جګړه روانه ده او پر هرڅه محدودیتونه دي چې له امله یې ښوونځي تړل شوي او ماشومان له زده کړو بې برخې دي."

د دغو ماشومانو روزونکې او د ادارې مشره جلوت هما د افغانستان وضعیت د دغو ماشومانو ژوند ته ورته ګڼي.

مېرمن هما وايي: "موږ په افغانستان کې د خوښۍ نشتوالی، د خلکو کړاوونه، د هغوی ستونزې، سوله او ژوند د انځورونو له لارې ښودلی. خو دا نه یوازې د افغانانو، بلکې زما د شاګردانو وضعیت هم بیانوي."

د افغان کډوالو عالي کمیشنر عباس خان وایي، دغه انځورونه افغانستان کې چارواکو ته پخپلې پالیسۍ کې د بدلون پیغام ورکوي. هغه وايي، په دې انځورونو کې دغو ماشومانو جګړه، بې وزلي، سوله، د زده کړو اهمیت ښودلی دی.

عباس خان زیاتوي: "دا ټول خورا مهم دي او نړۍ، پالیسي جوړوونکو، موږ او افغان چارواکو ته یې دا پیغام رارسولی چې د نجونو تعلیم او سولې ته اړتیا ده."

د نندارتون جوړوونکي وايي، موخه يې د افغانانو ننګونکی وضعیت په ګوته کول دي تر څو نړیواله ټولنه له هغو ماشومانو او مېرمنو سره مرسته وکړي چې په افغانستان کې د واکمنانو لخوا له خپلو حقونو محروم شوي دي.