یو افغان مهاجر په اندونیزیا کې ځانته اور ورته کړ

په اندونیزیا کې د کډوالو یو سیمه ایز همغږي کوونکي ویلي دي چې یو افغان مهاجر د سه شنبې په ورځ نومبر ۳۰ (لنیدۍ ۹) په دې هیواد کې ځانته اور ورته کړی دی.

محمد جمعه ویلي‌ دغه افغان مهاجر وروسته له هغه ځانته اور ورته کړ چې په دریم هیواد کې یې د ځای پرځای کیدو درخواست د اوو کلونو لپاره وځنډید.

د فرانسې خبري اژانس راپور ورکړی چې دغه افغان مهاجر سخت سوځیدلی او د درملنې لپاره روغتون ته انتقال شوی دی.

د مهاجرو همغږي کوونکي محمد جمعه ویلي دي چې یاد افغان مهاجر د سوماترا ټاپو په مرکز مدان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې د دفتر مخکې ته د نورو افغان مهاجرو سره د لاریون پرمهال ځان سوځولی دی.

په زرګونه مهاجر چې څه باندې نیمایي برخه یې افغانان دي په اندونیزیا کې ګیر پاتې دي او په دریم هیواد کې د میشت کیدو لپاره شپې او ورځې سبا کوي. دغه مهاجرین په اندونیزیا کې د کار کولو اجازه هم نلري.

محمد جمعه خبریالانو ته ویلي دي چې یاد افغان مهاجر د ۲۰۱۶ کال له پیل څخه د جنوب ختیځې آسیا په دې هیواد کې دی.

د مهاجرو دغه همغږي‌ کوونکي ویلي دي چې په تیرو کلونو کې حد اقل ۱۴ افغان کډوالو په اندونیزیا کې ځان وژنه کړېده او شپږو نورو ددې هڅه کړې چې ځان ووژني.

نوموړي د اندونیزیا پر حکومت او ملګرو ملتونو غږ کړی چې د کډوالو د ناوړه مشکل د هواري په برخه کې ډیر اقدامات وکړي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ یوې ویاندې میترا سلیمه سورینو ویلي دي یاده اداره موضوع له نږدې تعقیبوي.

هغې د فرانسې خبري اژانس ته وویل:"موږ د پیښې په اړه ډیر اندیښمن یو او د مشکل د هواري لپاره به له ښکیلو اړخونو سره همغږیو ته دوام ورکړو."

دغه افغان کډوال په داسې حال کې ځان سوځولی دی چې په افغانستان کې واک ته د طالبانو په رسیدو سره په لس ګونه زره افغانانو له افغانستان څخه د وتلو هڅه کوي.

یوازې امریکا او د امریکا متحدینو د اګست له پنځلسمې څخه بیا د همدې میاشتې تر پایه د تخلیې په بې سارې عملیاتو کې څه باندې یوسلو څلرویشت زره افغانان له هغه هیواده وایستل.