د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ادریس زمان هغې ویډیو ته تند غبرګون ښودلی چې ظاهراً پکې معلومیږي ایراني پولیس افغان کډوال وهي ډبوي او ناوړه سلوک ورسره کوي.
ښاغلي زمان په ټویټر کې دغه ویډیو د "شرم نه ډکه" او "بوږنونکې" ګڼلې او ژمنه یې کړه چې د ایراني چارواکو سره به د ویډیو په هکله خبرې کوي. د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال لیکلي دي چې "مونږ اجازه نه ورکوو چې د افغانانو سره دا ډول چلند وشي."
This is shameful and disgusting, to say the least. We are going to raise the issue with Iranian officials. We will not allow Afghans to be treated like this! https://t.co/hqwle5DQ81
— Idrees Zaman (@IdreesZaman) December 18, 2018
دغه ویډیو چې په ټویټر او فیس بوک کې خپره شویده، خلکو یې په هکله سخت غبرګونونه ښودلي. داسې ادعا هم شوې چې د افغان کډوالو سره ناوړه چلند کوونکی د ایران سرحدي پولیس دی.
په کابل کې د ایران سفارت هم په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې د ویډیو په هکله تحقیاقت کوي.
د سفارت په اعلامیې کې ویل شوي چې د ایران د اسلامي جمهوریت قواوو د ویډیو په هکله سمدستي تحقیقات پیل کړي او دا یې هم ویلي دي چې " د ویډیو محتویات د غندنې وړ دي."
د ایران سرحدي ځواکونه پخوا هم څو ځله د افغان کډوالو سره په ناوړه چلند تورن شویدي. ډیری افغانان ایران ته د کار روزګار لپاره ځي او اکثره وخت هغه هیواد ته د ویزې اخیستو پرته ځي. داسې ویل کیږي چې لا هم شاوخوا یو ملیون افغانان په ایران کې کډوال دي.