د سولې مشورتي لویې جرګې ته د افغان کډوالو استازي هم بلل کېږي

د افغانستان د سولې عالي شورا ‌وايي، په پلان کې ده چې په ایران کې د افغان کډوالو استازي هم د سولې په اړه مشورتي لویه جرګه کې چې ټاکل شوې د راتلونکي ۱۳۹۸ کال د ثور پر ۹مه جوړه شي ګډون وکړي.

د سولې د عالي شورا منشي محمد عمر داودزی او ورسره پلاوی چې دا مهال په ایران کې دي په هغه هېواد کې د افغانستان په سفارت کې د افغان کډوالو له استازو سره د مشورتي لویې جرګې په اړه خبرې کړي دي.

د سولې شورا ویاند سید احسان طاهري د دوشنبې په ورځ د «کب پر ۲۷مه» امریکا غږ ته وویل:"له هغوی څخه مو وغوښتل چې سر له اوسه په ایران کې د افغان کډوالو له ټولنو او غړو سره خبرې وکړي، تر څو په نژدې راتلونکي کې په لویه جرګه کې د غړو د عضویت په اعلان سره وتوانېږو چې په دغه جرګه کې په ایران کې د افغان کډوالو استازي هم ولرو."

د ښاغلي طاهري په خبره، دوهم ګام په تهران کې د افغان کډوالو د استازو ترمنځ ټاکني دي، چې د خپلو استازو تر ټاکل کېدو وروسته د سولې په اړه مشورتي لویه جرګه کې ګډون وکړي، او‌ خپلې غوښتنې او وړاندیزونه شریک کړي.

د سولې عالي شورا وايي،د پلان له‌مخې به په ایران کې د افغان کډوالو د استازو ترڅنګ په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو استازي هم په مشورتي لویه جرګه کې ګډون وکړي.

د افغانستان د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت د معلوماتو له‌مخې دا مهال ۲.۴ میلیونه افغان کډوال په ایران او ۲.۴ میلیونه نور په پاکستان کې د کډوالۍ ژوند کوي.

د سولې عالي شورا تر دې مخکې ویلي و چې د سولې په اړه مشورتي لویه جرګې کې به له ۲زرو څخه زیات کسان ګډون وکړي چې ۳۰ سلنه به یې ښځې وي.

افغان ولسمشر تېره اونۍ د یادې جرګې د جوړېدو په اړه په یو فرمان کې عمر داودزی د دغه جرګې مشر ټاکلی او زیاته کړې وه چې مشورتي لویه جرګه به یو لوی ملي فرصت وي، تر څو د افغانستان د ټولو خلکو استازي له طالبانو سره د خبرو اترو د چوکاټ او حدودو ترڅنګ او دا چې څنګه سولې ته رسېدو شو خپل پوښتنې وړاندې کړي.

د سولې په اړه د مشورتي لویې جرګې په اړه ښاغلي غني ویلي و چې افغان حکومت به د لویې جرګې د پرېکړې په روڼا کې د سولې کړنلاره ترتیب او په عملي کولو کې به یې هڅه وکړي.