ننګرهار ته د کډوالو له راتګ سره د پولیو د خطر احتمال زیات شوی

له پاکستان څخه راستنېدونکو کډوالو په ننګرهار کې د پولیو ویروس د خپریدو احتمال ډېر کړی.

د ننګرهار د عامې روغتیا رییس ډاکټر نجیب الله کامه وال وايي له پاکستان څخه د افغان کډوالو د بېرته راسنېدو له پیل سره په دغه ولایت کې د پولیوویروس د خپریدو احتمال زیات شوی، ځکه له یوې خوا د جلال اباد ښار په محیط کې ویروس موندل شوی او له بل پلوه له هغې غاړې راتلونکې کورنۍ هم د پولیو ویروس له ځانه سره رالېږدولی شي.

نوموړي وویل"مونږ د خطرلاندې یو، ځکه د مهاجرو بېرته راتګ شروع شوی او د جلال اباد ښار په محیط کې هم ویروس شته دی، نو په ټولو کورنیو غږ کوم چې په دې مهم کمپاین کې دې خپل ماشومان واکسین کړي".

نوموړي همدا راز وویل چې کوشش کوي د راغلو مهاجرو هیڅ ماشوم له واکسینڅخه پاتې نه شي او پر وخت د پولیو واکسین ورتهورسوي.

هغه وايي د ګوزڼ پر وړاندې روان کمپاین کې د ننګرهار ټولو سیمو ته د واکسین ټیمونه ور ولېږي، خو د امنیتي ننګونو له امله به ممکن تر اوه زره ماشومان په ننګرهار کې له واکسین څخه پاتې شي.

هغه وویل"دغه اوزه زره ماشومان، په هسکه مېنه، اچین، نازیانو او پچیراګام ولسوالۍ کې پاتې کېږي، خو مونږ به کوشش وکړو چې د سرې میاشتې د رضاکارانو په واسطه په سیمه کې هغوی ته هم د سیارو او لویو لارو د ټیمونو په وسیله واکسین ور ورسوي".

د ننګرهار ولایت یو شمېر اوسیدونکي پر کورنیو غږ کوي چې په روان کمپاین کې دې خپل ماشوماند پولیو له واکسین څخه نه محروموي، ځکه بیا به د کورنیو د اوږ بار وي.

بصیر الله د اچین ولسوالۍ اوسېدونکی دی، هغه وايي"زه هر پلار او مور ته غږ کوم چې ماشومان دې له واکسین څخه لرې مه ساته، کنه نو بیا به پرې پښمانه یې اوس یې ورته درد نه مالومېږي، خو که کله پرې خدای مه کړه اخته شي نو بیا بهپيښمانه وي او هیڅ به یې هم له لاسه نه کېږي".

روان کال د افغانستان په کچه د پولیو درې مثتبې پېښې ثبت شوي چې یوه یې په کندهار، بله په هلمند او درېیمه یې د کندز په ولایت کې ده.

روغتیایي چارواکي وایي، پولیو ناروغۍ درملنه نلري خو دوه څاڅکي واکسین ماشومان له تل پاتې معلولیت څخه ژغورلی شي.