هلمند کي ټول برمته شوي مسافر خوشې شوي

وسله والو طالبانو رسنيو ته په یو استول شوي پيغام کې ويلي چې دا مسافر دوی خوشې کړي.

د هلمند امنیتي چارواکو تائیده کړه چې پدې ولایت کې ټول یرغمل شوي مسافر خوشې شوي دي.

د هلمند امنیه قومندان مل پاسوال اقانور کینتوز امریکاغږ ته وويل، چې د یرغمل شویو مسافرو پاته کسان نن خوشې شوي .

هغه د یرغمل شویو مسافرو شمېر ۲۵ وښود او زیاته يې کړه چې د هغوی په خلاصون کې د ولسي مشرانو رول ډير مهم و، خو امنیتي ادارو هم له خپله اړخه خپله دنده تر سره کړې ده.

هغه په څرګنده توګه ونه ویل، چې د یرغمل شویو مسافرو د خلاصون په هڅو کې د امنیتي ادارو رول څه وو .

ښاغلي کینتوز زیاته کړه چې د یرغمل شویو مسافرو یوه ډله سهار وختي خپلو کورونو ته استول شوې او تازه را خوشې مسافر نن غرمه مهال خپلو مېنو ته لیږل شوي دي.

ښاغلي کینتوز وویل " وسله والو طالبانو له دغو مسافرو سره هیڅ داسې څه پیدا نکړه چې وښيي دا خلګ له امنیتي ادارو سره همکار وو او د دې تر څنګ ولسي مشرانو مهمه ونډه تر سره کړه چې دا مسافر را خوشې شول خو زموږ امنیتي ادارو په اوپراتیفي برخه کې خپل ماموریت تر سره کړی او د اړتیا پر وخت يې عکسلعمل هم ښودلی دی".

وسله والو طالبانو رسنيو ته په یو استول شوي پيغام کې ويلي چې دا مسافر دوی خوشې کړي.

دمخه معلومات

د هلمند ولايتي چارواکي وايي چې تير ماسخوتن یې د طالبانو له خوا د پنځویشت تښتول شوو مسافرو له ډلې دیرویشت مسافر یې ژغورلي دي.

د هلمند د والي وياند عمرځواک امريکا غږ اشنا راډیو ته وويل، چې د ولسي مشرانو او امنيتي ځواکونود گډو هڅو په پایله کې ترنن سهار پورې دیرویشت مسافر را خوشي شوي او د پاتو دوو د خلاصون هڅي لاهم روانې دي .

ښاغلي ځواک وویل، چې خوشې شويو کسانو کې د هر ولايت اوسيدونکي شامل دي او نن سهار وختي له هلمند څخه خپلو سيمو ته وليږل شول

ځواک زياته کړه چي ټول را خوشې شوي مسافر روغ رمټ دي .

د ګرشک امنيه قومندان اسماعيل خپلواک امريکاغږ ته وويل، چې گډو نظامي قواوو د يرغمل شويو مسافرو سيمه لومړی ځانته معلومه او وروسته يې د مسافرو د خلاصون لپاره پوځي عمليات ترسره کړل.

خپلواک وویل، چې له يرغمل شويو مسافرو څخه شل تنه یې د ګډو ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې راخوشې شول.

د ګرشک امنيه قومندان وویل، چې تیرماخستن راخوشې شويو مسافروته ددغې ولسوالۍ په بازار کې تودو هرکلی وویل شو.

تر دې مخکي د کابل کندهار پر لويه لار د مسافرو د تښتونې پېښې شوي خو دا لومړی ځل دی چې د کندهر هرات پر لويه لار دغه ډول پېښه رامنځ ته کيږي.