عمر چې ځانمرګي ته یې غېږه ورکړې وه، خاورو ته وسپارل شو

افغان سرتیری، عمر د ملکي وگړو د ژغورولو لپاره ځان قرباني کړ

افغان سرتیری عمر چې د نورو د ژغورلو لپاره یې په جلال اباد کې ځانمرګي بریدګر ته غېږه ورکړې وه، خاور ته وسپارل شو.

د محمد عمر جنازه د دوشنبې (اگست ٦)لغمان په مهترلام ښار کې وشوه. د محمد عمر په جنازه کې د پوځ له ځینو سرتیرو پرته هیڅ حکومتي چارواکی نه و.

په جنازه کې له ځينو پوځیانو پرته حکومتي چارواکي نه وو. کوژدنه یې د پلار په کاله پاتې شوه او له ګڼو ارمانونو سره چپه خوله د ګور غاړې ته یوړل شوه.

د کلي همزولي یې ویر کوي اود سنګر یاران پرې خاورې اړوي. ورور یې وايي نه ژاړي ځکه ۲۸ کلن عمر غیرتي و.

د هدیرې پر غاړه دیني عالم د عمر د مېړانې او دیندارۍ کیسې کوي، وايي دا د وطن قرباني دی. د عمر د کشرۍ خور صابرې مرۍ وچه شوې، وايي ټوله شپه یې په خپل ورور پسې ژړلي خو هغه بېرته نه راځي.

د دروازې په خوله کې له همزولو کلیوالو سره ناسته ده، د ښوونځي درېیم ټولګی یې لوستلی ، خو وايي نور لکه چې پاتې شو.

عمر دوه نور مشران ورونه هم لري، خو د هغوی ګټه وټه بېله ده، مور یې، وړکۍ صابره او کونډه خور چې خاوند یې په عسکرۍ کې وژل شوی و، د عمر لاس ته ناست و، خو اوس دا ټول بې اسرې شول.

سرتړلې سپین سرې مور یې وايي یوه میاشت کېږي چې د عمر پلار مړ شوی، له اختر وروسته یې زوی ته د واده کولو نیت و، خو دې هر څه سر وخوړ.

وايي د پردي په کاله کې ژوند کوي، زوی یې ځمکه واخیسته، خو ودانه یې نه شوه کړای. اوس نو عمر لاړ خو مور او دوه خویندې یې په اسرې شوې.