افغان پوځ هلمند کې د "القاعده غړی" وژلی دی

افغان ځانګړو ځواکونو ویلي د هلمند ولایت د ګرمسیر په ولسوالۍ کې یې د القاعده د ډلې د یو قومندان د نیولو لپاره عملیات کړي دي.

افغان امنیتي چارواکو د هلمند په ولایت کې تیره شپه (زمري ۱۵ مه) د افغان ځانګړو ځواکونو په شپنیو عملیاتو کې د القاعده د ډلې د یو لوړپوړې غړي د وژل کیدو ادعا کړې ده.

د افغانستان د ځانګړو ځواکونو د قول اردو ویاند عبدالقیوم نورستاني امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې د بګرام د ټیم ځانګړو ځواکونو د دوشنبې په شپه د هلمند ولایت د ګرمسیر په ولسوالۍ کې د القاعده د ډلې د یو لوړپوړې غړي عبدالرحیم المصري د نیولو لپاره عملیات وکړل.

ښاغلي نورستاني وویل، د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې المصري او د هغه شپږ نور ملګري ووژل شول.

خو د ځانګړو ځواکونو قول اردو ویاند د شپږ نورو وژل شوو کسانو د هویت په اړه جزئیات ورنکړل.

ښاغلي نورستاني وویل " المصري د القاعده ډلې یو لوړپوړی غړی وو، چې په هلمند او ټول افغانستان کې یې د دغې ډلې د امرونو د پلي کیدو مسولیت پر غاړه وو".

د ځانګړو ځواکونو د قول اردو له خوا په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې د هلمند ولایت د ګرمسیر په ولسوالۍ کې د دغو شپنیو عملیاتو په ترڅ کې ځانګړو ځواکونو دوه ښځې، چې پاکستاني اتباع ښودل شوي هم نیولي دي.

د ځانګړو ځواکونو قول اردو ویلي، چې په دې عملیاتو کې یوه اندازه وسلې، اسناد، ۸ کمپوټره، ۲۱ هارد ډیسک او د ماین د جوړولو یولارښود هم دغو ځواکونو ته په لاس ورغلی دی.

ځانګړو ځواکونو قول اردو قومندانۍ په ګرمسیر ولسوالۍ کې د ماین جوړولو د یوې فابریکې له منځه وړلو خبر هم ورکړی دی.

وسله وال طالبان، چې د هلمند په ولایت او په ځانګړي ډول د ګرمسیر په ولسوالۍ کې فعال حضور لري، د افغان ځانګړو ځواکونو د دغو عملیاتو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د القاعدې ډلې هم د افغان ځانګړو ځواکونو د ادعا په اړه تراوسه غبرګون نه دی ښودلی.