افغان ځواکونو ننګرهار کې د القاعدې پنځه غړي وژلي

افغان ځانګړو ځواکونو دا عملیات د ننګرهار ولایت د شیرزادو په ولسوالۍ کې تیره شپه ترسره کړي.

د ننګرهار ولایت کې چارواکي وايي تیره شپه د دغه ولایت د شیرزادو ولسوالۍ کې په ځانګړو عملیاتو کې د القاعده شبکې د ځانمرګو بریدګرو پنځه روزونکي وژل شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼي امریکا غږ ته وویل ،د شیرزادو ولسوالۍ په "توتو" سیمه کې تېره شپه د ملي امنیت ځآنګړو ځواکونو عملیات ترسره کړي،چې په ترڅ کې د القاعده شبکې پنځه غړي، چې درې یې چیچنیان، یوې پاکستانی او یو افغان دی، وژل شوي دي.

ښاغلي خوږیاڼي وویل په دې عملیاتو کې یو وسله وال او دوه شکمن کسان ژوندي هم نیول شوي دي .

د ننګرهار د والي ویاند وویل، چې د القاعده شبکې وژل شوو درې چیچنیانو او یو پاکستاني د ځآنمرګو بریدونو او نورو چاودنو د ترسره کولو په موخه خلک چمتو کول، او غوښتل یې چې د ننګرهار سربېره په نورو سیمو کې هم تروریستي بریدونه ترسره کړي.

همدا راز په دې برید کې وژل شوی افغان ملا سوندی، چې مشهور په سراج وو، د دغې ډلې د تبلیغاتو د برخې مسؤلیت په غاړه لره.

همداشان د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي، چې ترسره شوو عملیاتو په ترڅ کې ۴ میله کلاشینکوفونه، یو میل پیکا، یو میل تفنګچه او یوه اندازه مهمات د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.

خوږیاڼی وايي په دې عملیاتو کې ملکي وګړو او امنیتي منسوبینو ته کوم زیان ندی اوښتی .

تر اوسه د افغان حکومت دغې مخالفې ډلې په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.