دوه افغان لامبووهونکي په نړیوالو سیالیو کې برخه اخلي

آرشیف

د افغانستان دوه لامبووهونکي به د فینا په نړیوالو اتلولیو کې چې د هنګري په پایتخت بوډاپست کې پيلیږي ګډون وکړي.

دا لومړی ځل دی چې د فینا په نړیوالو سیالیو کې د افغانستان لامبووهونکي برخې اخلي. دغه دوه افغان لامبووهونکي محمد ابراهیم رجبي او حمید رحیمي دي.

د فینا په نړیوالو اتلولیو ویبپاڼې ته دغو افغان لامبووهونکو ویلي چې دوی افتخار کوي چې په دغو سیالیو کې ورته د برخې د اخیستلو لپاره دعوت ورکړل شوی دی.

ابراهیم رجبي او حمید رحیمي زیاته کړې ده چې پوره باور لري چې سپورټ په افغانستان کې د سولې د راوستلو سره مرسته کوي.

په افغانستان کې د لامبو د ملي فدراسیون رئیس سید سجاد آقازاده خپل احساسات داسې څرگند کړل: « دا د ټولو افغانانو دپاره یو لوي ارمان و څو د لامبو په لویو او نړیوالو سیالیو کی هم برخه واخلي.»

هغه وویل د داسې نړیوالې سیالۍ د افغانستان د لامبووهونکو فدراسیون او لامبو وهونکو دپاره دا زمینه برابروي چې د لامبو د ډگر په لوبو کی ګډون وکړي او دا څرگنده کړي چې افغانستان اوس دیته چمتو دی چې د نړیوالو لوبو برخه واوسي.

هغه زیاته کړه: «پدی لوبو کی به دوه تنه لامبو وهونکي د افغانستان استازي توب وکړي محمد ابراهیم رجبي او حمید رحیمی دوي ملي ریکارد ټینگ کړی او د جنوبی او مرکزي آسیا د لامبو په سیالیو کی یی هم گډون کړی و او په ملی اوسیمه اییزو سیالیو کی ځلیدلي دي.»

ښاغلی اقازاده وایي دوی د راتلونکو مهم لوبو دپاره د وتلو لامبووهونکو د روزلو هڅی لا دوخته پیل کړی دي.

آقازاده وویل: «زمونږ هدف دا دی چې دری افغان لامبو وهونکي په توکیو کی د دوه زره شلم کال د نړیوالو لوبو دپاره چمتو کړو څو دافغانستان بیرغ په نړیوال ستیج کی ورپوي.»

په دې سیالیو کی به شاو خوا دوه زره درۍ سوه لامبووهونکي ورزشکاران برخه واخلي چې د جولای د درویشتمې نه پیل او ددې میاشتی تر دیرشمی به دوام وکړي.