طالبانو په لغمان کې یو کس په عام محضر کې اعدام کړ

عکس: ارشیف

یو تن چې په قتل مجرم ګڼل شوی و، د سه شنبې په ورځ جون ۲۰ (غبرګولي ۳۰) په لغمان کې په عام محضر کې په ډزو ووژل شو.

د لغمان ولایت د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ مسئولینو په یوې اعلامیه کې وویل چې دا کس د لغمان ولایت د مرکز مهترلام د عیدګاه جومات مخې ته "قصاص" شو.

د اعدام شوي کس نوم "اجمل د نسیم زوی" ښودل شوی او ویل شوي چې د پنځو کسانو په وژلو محکوم شوی و.

په لغمان کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست یو مسئول فرانس پرس ته وویل چې دا کس د شاوخوا ۲۰۰۰ کسانو په وړاندې د شریعت له قوانینو سره سم اعدام شو.

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې په افغانستان کې د طالبانو د بیاواکمنېدو راهیسې دا دوهم ځل دی چې یو کس په عام محضر کې اعدام کیږي.

دا مطلب هم ولولئ طالبان: فراه کې د لوړ پوړو طالب مشرانو او خلکو حضور کې د 'قصاص' حکم اجرا شو

په عام محضر کې د اعدام سزا په ۱۹۹۰ لسیزه کې د طالبانو په اوله واکمنۍ کې عامه وه. طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته لومړنی کس د تېر کال د دسمبر په میاشت کې په فراه کې د خلکو په وړاندې اعدام کړ.

په لغمان کې د پېښې یو عیني شاهد چې نه غواړي نوم یې یاد شي، وویل: "ما مجرم ولید چې وروسته له هغه قصاص شو چې د قرباني کورنۍ ورته بخښنه ونکړه... هغه په ډزو وویشتل شو. که غلط شوی نه یم، شپږ ځله وویشتل شو. نه پوهیږم چې مړ شو که نه خو وروسته امبولانس ته یوړل شو."

د ولایت یو چارواکي طالب وویل، اجمل د قصاص د سزا د یو اجرا کوونکي له خوا د کلاشنکوف په ډزو وویشتل شو، که څه هم د قصاص د قانون له مخې د مقتول د کورنۍ غړي باید دا کار وکړي.

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده تېر کال له خپلو قاضيانو سره ليدنه کې هغوی ته امر کړى و چې د شرعي شرايطو په پوره کولو سره پر تورنو کسانو "قصاص او حدود" عملي کړي.