طالبان: له افغانستان سره بشري مرستې باید سیاسي نشي

 افغانستان د نړۍ په هغو بې وزلو هېوادونو کې شمېرل کیږي چې د بیړنیو خوراکي مرستو، عامې روغتیا او ډیرو نورو برخو کې په بهرنیو مرستو تکیه لري.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت چارواکو د چهارشنبې په ورځ، جنوري ۲۹ (سلواغې ۱۰) وویل له هغه راهیسې چې متحده ایالاتو خپلې بهرنۍ مرستې بندې کړي، په افغانستان کې شاوخوا ۳۰ نادولتي موسسو خپل فعالیتونه ځنډولي دي. طالبانو غوښتنه کړې ده چې بشري مرستې باید سیاسي نشي.

متحده ایالات په افغانستان کې ترټولو زیاتې نغدي مرستې چمتو کوي. افغانستان د نړۍ په هغو بې وزلو هېوادونو کې شمېرل کیږي چې د بیړنیو خوراکي مرستو، عامې روغتیا او ډیرو نورو برخو کې په بهرنیو مرستو تکیه لري.

ډونالډ ټرمپ د متحده ایالاتو د ولسمشر په توګه د جنوري په ۲۰مه د لوړې وروسته د امریکا بهرنۍ مرستې د ۹۰ ورځو لپاره وځنډولې ترڅو ددغو مرستو په اړه له سره غور وشي.

د طالبانو د حکومت د اقتصاد د وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب فرانس پرس ته وویل: "خیریه موسسې او یا هېوادونه باید بشري مرستې د سیاسي ګټو لپاره استعمال نکړي."

عبدالرحمن حبیب وویل، ۳۱ محلي او بهرنیو نادولتي موسسو چې د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې (یوایس ایډ) څخه یې ملاتړ ترلاسه کاوه، کارونه ځنډولي دي او یوازې هغه کارونه اوس هم دوام لري چې ملاتړ یې د نورو بسپنه ورکوونکو څخه ترلاسه کیږي.

فرانس پرس ویلي چې سمدستي د اغیزمنو شویو موسسو کره شمېر نشي تائید کولی.

خو د روغتیا او نورو بشري برخو کې فعالو موسسو فرانس پرس ته تائید کړې چې ځینې چارې یې تر امر ثاني پورې ځنډول شوي دي.

دا مطلب هم ولولئ ملګرو ملتونو پر افغانستان باندې د امریکا د بهرنیو مرستو د ځنډولو د اغېزو په اړه اندېښنه ښودلې

په هرات ولایت کې د یوې غیردولتي موسسې کاروونکې فضا فرانس پرس ته وویل: "اداري مشر موږ ته وویل چې پروژه د ۹۰ ورځو لپاره ځنډېدلې او له ټولو کارکوونکو څخه یې وغوښتل چې په خپلو کورونو کې پاتې شي."

دغې ۲۷ کلنې مېرمنې وویل: "هغوی موږ له کار څخه نه یو لیرې کړي او ویلي یې دي چې د درې میاشتو د لنډې وقفې وروسته ښايي پروژې بیرته پیل شي." فضا زیاته کړه چې هغه اوس د څو میاشتو لپاره بې کاره او بې معاشه پاتې ده.

د خیریه موسسو له نیوکو وروسته، د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د سه شنبې په ورځ په ځنډول شویو مرستو کې د استثنا شیانو په لیست کې د خوړو ترڅنګ سرپناه او درمل هم اضافه کړل.

په مرستو کې ددې وقفې لامل د هغو پروګرامونو د ملاتړ لمنځه وړل ښودل شوی چې د ټرمپ د ادارې له لومړیتوبونو سره اړخ نه لګوي.

د طالبانو حکومت تراوسه د هیڅ هیواد لخوا په رسمیت ندی پیژندل شوی.

له افغانستان سره ډیرې بهرنۍ مرستې په ۲۰۲۱ کې وروسته له هغه په ټپه ودرېدې چې طالبان بیاواکمن شول او په دغه هېواد کې یې له اسلام څخه د خپل تفسیر له مخې یو لړ محدودیتونه وضع کړل.

له نادولتي موسسو سره د ښځو په کار باندې د بندیز ترڅنګ د طالبانو فرمانونو او نظارت په افغانستان کې د پاتې موسسو کارونه له خنډ سره مخامخ کړي دي.