جرمني د جګپوړي طالب چارواکي د یو 'غیر مجوز' سفر په هکله پلټنې کوي

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت وایي د ویزې هیڅ کوم افسر یې د طالبانو دې چارواکي ته ویزه نده ورکړې.

د جرمني حکومت شنبه نومبر ۱۸ (لړم۲۷) تائید کړه چې دې هېواد ته یې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت یو جګپوړي چارواکي د "غیر مجوز" سفر په هکله پلټنې پیل کړیدي.

دا جنجال هغه وخت پیدا شو چې د طالبانو د خوړو او درملو ادارې سرپرست مشر عبدالباري عمر د پنجشنبې په ورځ د جرمني د کولن په ښار کې یوې غونډې کې څرګند شو او پدې ښار کې میشتو افغانانو ته یې وینا وکړله.

پخپله عبدالباري هم د ایکس په ټولنیزې شبکې کې، هغه ته په منسوب حساب کې، جرمني ته د سفر او خلکو سره د لیدو کاتو ګڼ شمیر ویډیوګانې خپرې کړیدي.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت د ایکس په ټولنیزې شبکې کې دې هیواد ته د طالبانو د خوړو او درملو د ادارې سرپرست مشر سفر غندلی او په بشپړه توګه "نه منل کیدونکی" یې بللی دی.

ویل کیږي چې دا غونډه د مذهبي چارو لپاره د ترکي اسلامي اتحادیې (DITIB) تنظیم کړې وه.

د جرمني حکومت په سمدستي توګه د دې ادارې څخه د وضاحت غوښتنه کړې او ویلي چې د طالبانو غړي په جرمني کې هیڅ ځای نلري.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت په اعلامیې کې ویل شوي، " هیڅوک اجازه نلري چې په جرمني کې سخت دریځو اسلام پالو ته دریځ برابر کړي. طالبان د پراخو بشري حقونو سرغړاونو مسؤل دي. مسؤل چارواکي دا قضیه په شدیده توګه څیړي. مونږ ټکان خوړلی".

د مذهبي چارو لپاره د ترکي اسلامي اتحادیې ځان ددې پیښې څخه لیرې بللی او ویلي چې د غونډې لپاره دا ځای یې د جرمني د کولن په ښار کې د میشتو افغانانو یوې کلتوري اتحادیې لپاره کرایه کړی و چې مذهبي غونډه پکې وشي. دې ادارې ویلي پدې ندي خبر چې د طالبانو دا چارواکی څنګه دې غونډې ته ورغلی و.

د مذهبي چارو لپاره د ترکیې اسلامي اتحادیې په اعلامیې کې چې د جمعې په ورځ خپره شوې ویلي چې په پیښې یې ټکان خوړلی او زیاتوي چې په غونډې کې د طالبانو د چارواکي د ګډون او وینا کولو په هکله معلومات یې د مطبوعاتو څخه تر لاسه کړي.

د دې ادارې په اعلامیې کې راغلي، " په قرارداد کې د موافقې برخلاف، دا په یوې سیاسي غونډې بدله شوه او داسې یو وینا کوونکي ورته بلل شوی چې مونږ یې نه پیژنو. دا د قرارداد څخه ښکاره سرغړاونه ده او دا اتحادیه نور دې ځای ته د تګ اجازه نلري."

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت هم د جمعې په ورځ تائید کړه چې د دې حکومت د ویزې ورکولو هیڅ کوم افسر د طالبانو د خوړو او درملو ادارې سرپرست مشر ته ویزه نده ورکړې او نه هم د دې ملاقات په هکله معلومات لري.

د وزارت په اعلامیې کې پدې هم ټینګار شوی چې جرمني د طالبانو حکومت په رسمیت نه پیژني.

د وزارت په اعلامیې کې راغلي، " تر څو چې طالبان په افغانستان کې بشري حقونو تر پښو لاندې کوي، په ځانګړې توګه د نجونو او میرمنو حقونه، د هغوي سره د رژیم سره د اړیکو هیڅ عادي کیدل نشته."

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت داسې مهال ښاغلي عمر ته د ویزې نه ورکولو خبره کوي چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هم د ایکس په ټولنیزې شبکې کې تائید کړې چې عبدالباري عمر په جرمنې کې دی. مجاهد لیکلی، " د خوړو او درملو ادارې رئیس محترم ډاکټر عبدالباري عمر په المان کې د افغانانو یوې غونډې ته وینا وکړه او د هغو پوښتنو ته یې ځوابونه وویل".

په یو جلا خبر کې د هالنډ د روغتیا او سپورټ وزیر، ارنیسټ کیوپرز د شنبې په ورځ د طالبانو دې چارواکي سره د انځور اخیستل کیدو په خاطر بخښنه غوښتې. کیوپرز او عمر په انځور کې لیدل کې چې د نومبر میاشتې د شپږمې نېټې څخه تر اتمې نېټې پورې یې د هاګ په ښار کې نړیوال سیمه ایزو تولیداتو دویم فورم کې برخه اخیستې وه.

د هالنډ د روغتیا او سپورټ وزیر، ارنیسټ کیوپرز د شنبې په ورځ د طالبانو دې چارواکي سره د انځور اخیستل کیدو په خاطر بښنه غوښتې.

د هالنډ دې جګپوړي چارواکي د ایکس په ټولنیزې شبکې کې ویلي چې د بشري حقونو او په ځانګړې توګه میرمنو او نجونو حقونو مدافع دی او نه غواړي چې د هغه په قول د "طالبانو ناوړه رژیم" سره وتړل شي.

هغه لیکلي، " زه په هغه وخت کې نه پوهیدم چې دا شخص څوک دی. دا یوه غلطي وه او باید نه وی شوی. زه پرې پښیمان یم. مونږ پلټنې کوو چې دا شخص څنګه پدې کنفرانس کې موجود و".

طالبان په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال اګست په میاشت کې دویم ځل لپاره واک ته ورسیدل خو هغوي سرپرست حکومت تر اوسه هیڅ کوم هیواد یا نړیوالې ادارې په رسمیت ندی پیژندلی.