افغان طالبان د پاکستاني سوداگرو نه باج اخلي؟

د خیبرپښتونخوا حکومت وایي د پاکستاني سوداگرو د هغه شکایتونو په اړه یې پلټنې پیل کړیدي چې وایي افغان طالبان ترینه باج اخلي

د خیبر پښتونخوا وزیراعلی پولیسو ته امر کړیدی چې د پاکستاني سوداگرو د شکایت په اړه دې تحقیقات وکړي او هغه ته دې رپورټ ورکړي.

د خیبرپښتونخوا حکومت وایي چې پدې اړه یې لا تروسه پورې څوک نیولې ندي.

د پیښور یو لوړپوړي پولیس افسر د امریکاغږ اردو څانگې ته ویلي دي چې د پیښور او د افغانستان د دوه اړخیز تجارت په برخه کې یې د ځینو سوداگرو او بار وړونکو سره تماس نیول پیل کړیدی او وایي چې ډیر ژر به باج اخیستونکي ونیول شي.

د خیبر پښتونخوا د صوبایي اسمبلۍ غړي سعید ظاهر څو ورځې مخکې په اسمبلۍ کې پخپله وینا کې وویل چې پکار ده حکومت دغه مسلې ته پام وکړي. هغه وویل چې افغان طالبان د پښتونخوا د سوداگرو او د ډریورانو نه پنځه پنځه زره کالدارې اخلي. هغه زیاته کړه چې دغه د خیبر پښتونخوا د حکومت ناکامي ده.

د ښاغلي سعید ظاهر د دغه تور نه وروسته د پښتونخوا وزیراعلی حیدر علي د صوبې پولیسو ته د تحقیقاتو امر وکړ.

د یادونې وړ ده چې په خیبرپښتونخوا کې د تیرو شپږو کلونو نه د عمران خان د تحریک انصاف د گوند حکومت دی. د رپورټونو په اساس په تیرو څو کلونو کې په ترهگرۍ کې کمښت راغلی دی خو د پیښور او په چارچاپیره سیمو کې د ترهگرو لخوا د خلکو نه د باج اخیستلو لړۍ پیل شویده.