افغان ښوونکي د گڼو ستونزو سره مخ دي

د اکتوبر پنځمه چې د ښونکي له نړیوالې ورځې سره برابره ده د پنجشنبې په ورځ په افغانستان کې ولمانځل شوه.

دغه ورځ په داسې حال کې لمانځل کیږي چې لا هم افغان ښونکي د ژوند په مختلفو برخو کې په ځانګړې توګه د سرپناه د نشتوالي له ستونزې څخه سرټکوي.

افغانستان کې د ښوونځیو زدکونکي، دغه ورځ ښوونکو ته د ګلانو د ګیډیو او مبارکیانو په ورکولو او د ښوونکو په ویاړ په غونډو او محفلونو کې د ترانو او شعرونو په ویلو سره، لمانځي.

د افغانستان د ښونکو شورا او د معارف ائتلاف یوې لمانځ غونډه کې ښوونکي خوشاله نه بریښي.

ګڼ افغان ښونکي د ژوند په مختلفو برخو په ځانګړې توګه د سرپنا د نشتوالي له ستونزې څخه سرټکوي. وږمه افغان یوه له دغو ښونکو څخه ده. "ښونکې د معیشیتي ژوند له اړخه د ټولنې غریبه طبقه ده، د هغوې د اوسیدو د ځای ستونزه نه ده حل شوې او دولت په دې برخه کې سهل انګاري کوي کومې ځمکې چې ښونکو ته ورکړل شوي دي د اوسیدو وړ نه دي او له بلې خوا ښونکي هم د دغو ځمکو د جوړولو وس نلري".

د سرپناه د نه درلودلو سربیره په دې غونډه کې ښونکو د لږو مالي امتیازاتو خبره هم کوله. دوې وایي د ښونکو معاش د هغوې د کورنۍ او ورځني ژوند لپاره کافي نه دی.

د افغانستان د پوهنې وزارت هم مني، چې افغان حکومت د ښوونکو ژوند ته چندان پاملرنه نه ده کړې.

د پوهنې وزارت د سواد د زد‌ه‌کړې مرستیال سردار محمد رحیمې وویل، حکومت ښونکو ته د ژوند د ښو امکاناتو په برابرولو کې پاتې راغلی دی.

ښاغلي رحیمې وویل وروسته پاتې او د پرمختګ په حال کې هیوادونه باید په ښونکو ډیره پانګونه وکړي.

"له حقوقي، مادي او ټولنیز اړخه باید د ښونکي شخصیت له سره جوړ کړو ترسو د افغانستان ښونکي وکولای شي د هیواد د بچي په ښه ښونه او روزنه او د هیواد په پرمختګ کې خپل ځای پیدا کړي".

د پوهنې وزارت د شمیرو له مخې د افغانستان په دولتي او خصوصي ښونځیو کې دوه سوه او دوه ویشت زره ښونکي فعالیت کوي، چې له دې شمیره درې دیرش فیصده یې ښځینه ښونکي دي.