افغان سوداګر: د ګاونډیو هیوادونو ویزې زیاتره وخت په تور بازار کې اخلو

کابل

په افغانستان کې یو شمېر سوداګر وايي ګاونډیو هیوادونو ته د سوداګریزو معاملو په خاطر د تګ لپاره ویزې ډېر کله په لوړه بیه په تور بازار کې تر لاسه کوي.

په کابل کې د طالبانو سوداګرۍ او صنایعو وزارت له لوري د سوداګریزو توکو د بازارموندنې نندارتون یو شمېر ګډون کوونکي په کار دننه دا ډول نندارتونونه اغېزمن بولي خو وايي چې ګاونډیو هېوادونو ته د سفر لپاره ویزې یې عمده ستونزه ده.

سوداګر اسرار احمد امرخیل امریکا غږ ته وویل: "د ګاونډیو هیوادونو لکه ایران او پاکستان له بهرنیو چارو وزارت سره وږغیږي، ځکه ډیر کله په تور بازار کې ددې هیوادونو وېزې په زر ډالره اخیستل کیږي، چې موږ مجبور یو دا لګښت هم پر مواد واچوو او وروسته بیا هیوادوال د بیو د پورته کېدو خبره کوي."

د طالبانو د سوداګرۍ او صنایعو وزارت له لوري په جوړ شوي نندارتون کې نژدې ۳۲۰ د سوداګریزو توکو غرفې ایښودل شویدي او یو شمېر ښځینه سوداګرو هم پکې ګډون کړی دی.

دغه سوداګرې د مالي ملاتړ تر څنګ په ورته نندارتونونو کې د مېرمنو د ونډي پر ډېروالي ټینګار کوي.

دا مطلب هم ولولئ د افغانستان صادراتو ته دې نورې لارې وموندل شي - سوداګر 

د نندارتون ګډونوالې انجیلا امریکا غږ ته وویل: "تاسو ته معلومه ده چې د نجونو لپاره ښوونځي بندي دي او مېرمنې پر کور ناستې دي، نو ځکه دا نندارتون زموږ لپاره ډېر اړین او ضروري دی تر څو خپله هڅه دتله نندارتې ته وړاندې کړي."

دا سوداګرې مېرمنې وايي چې په افغانستان کې د طالبانو له لورې د نجونو پر مخ له شپږم ټولګې پورته د ښونځیو تر بندېدو وروسته، په لوی شمېر نجونو لاسي صنایعو ته مخه کړې ده.

د نندارتون بلې ګډونوالې مریم رحماني وویل: "زموږ غوښتنه له حکومت څخه د مالي ملاتړ تر څنګ موږ ته د کاردونو جوړل دي، موږ په اوسني حالت کې تر ډېره مالي او نور ملاتړ ته اړتیا لرو."

د طالبانو د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند عبدالسلام جواد د ښځینه سوداګرو د ستونزو د حل تر څنګ، د ویزو په برخه کې د سهولت برابرولو ډاډ څرګند کړ.

عبدالسلام جواد امریکا غږ ته وویل: "تر ۳۲۰ پورې دلته غرفې دي چې ۱۵۰ یې په صنایعو پورې اړه لري، دلته مېرمنو ته هم ځانګړی ځای جوړ شویدی او هیڅ راز ستونزه ورته نشته. د سوداګرو د ویزو په هکله باید ووایم چې دوی کولای شي وزارت ته مراجعه وکړي او موږ یې اسناد د بهرنیو چارو وزارت ته استو چې سهولت ورته برابر شي."

که څه هم افغان سوداګر ورته نندارتونونه د اقتصادي ودي لپاره اړین بولي، خو د ویزو تر څنګ په کور دننه د ګمرکونو له لوړې مالیې هم شکایت کوي.