افغان سوداګرو د پاکستاني درملو د نه واردولو پرېکړه وکړه

افغان سوداګر وایي د پاکستان پرځای به له نورو هیوادونو افغانستان ته درمل وارد کړي.

د افغانستان د درملو د واردونکو سوداګرو ټولنه وایي چې افغانستان ته یې د پاکستاني درملو د نه واردولو پریکړه لس ورځې وړاندې د کابل په شاه شهید سیمه کې په یوه ځانمرګي برید کې د سلګونو ملکي کسانو د مرګ ژوبلې په اعتراض کې کړې ده.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خوني مرستیال خان جان الکوزي د دغې پریکړې د اعلان په وخت د افغانستان د درملو د واردونکو سوداګرو له ټولنې وغوښتل چې په کار دي داسې لارې چارې ولټوي چې د سوداګرو ددغې پریکړې څخه عامو افغانانو ته زیان ونه رسیږي.

ښاغلي الکوزي وویل " ټولو دوکانونو او د طبي درملو او طبي سامان الاتو د سترو شرکتونو په دغه احتجاج کې چې نور د ګاونډیانو لاس وهنې او په افغانستان کې نا اعلان شوی جنګ او د بې ګناه خلکو وژل بند شي، پریکون یې کړی دی او پریکړه یې کړې ده چې مونږ د پاکستاني درملو څخه استفاده نه کوو، د سوداګرۍ او صنایعو خونه ورته هرکلی وایي ".

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې د شمیرنو له مخې افغانستان هرکال د څلورسوه میلونو امریکایي ډالرو په ارزښت له پاکستان څخه افغانستان ته پاکستاني درمل واردوي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د اټکل له مخې پاکستان په کال کې تر دوه نیم میلیاردو ډالرو پورې افغانستان ته په رسمي توګه مالونه واردوي.

خو د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې د ارزونو له مخې د دغې اندازې یو څه کم تر دوو میلونو امریکایي ډالرو پورې نور مالونه په غیرقانوني لارو له پاکستان څخه افغانستان ته راوړل کیږي.

د افغانستان د درملو د واردونکو سوداګرو ټولنه وایي چې ددغې پریکړې څخه یې هدف د پاکستاني سوداګرو له خوا په خپل حکومت باندې د فشار راوستل دي، ترڅو ددغو سوداګرو په وینا پاکستان په افغانستان کې د خپلو لاسپوڅو په وسیله د خلکو له وژلو لاس واخلي.

د افغانستان د درملو د واردونکو سوداګرو د ټولنې مرستیال عبدالستار ساپي وویل چې افغان سوداګر به په بازارونو کې د درملو د کمبود د ستونزې د مخنیوي لپاره د چین، منځنئ آسیا، روسیې او لودیځو هیوادونو ته مخه کړي.

پاکستان د افغانستان په ناامنیو کې ددغه هیواد لاس لرل په کلکه رد کړي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې د کابل د شاه شهید په سیمه کې ځانمرګی برید په سختو ټکو غندلی دی او ویلي دي چې د افغانستان په څیر پاکستان هم د تروریزم د ستونزې کړیږي او دغه هیواد د بل هرهیواد څخه زیات د تروریزم د پیښو قرباني شوی دی.

په تیره یوه اونۍ کې په افغانستان کې د پاکستاني توکو د تحریم په هکله یو لړهڅې پیل شوي خو دا هڅې تر ډیره حده د ټولنیزو رسنیو پورې محدودې پاتې شوې وې، دا لومړی ځل دی چې افغان سوداګر د پاکستان د تولیداتو د تحریم لپاره دغسې یو ګام اخلي.

یو شمیر اقتصاد پوهان د افغان سوداګرو دا اقدام تر ډیره احساساتي ګڼي او وایي چې ترهغې چې افغانستان په کوردننه خپل تولیدات ونه لري نو دا هیواد به بهرنیو توکو واردولو ته د پخوا په څیر اړ اوسي.

دا شمیر کارپوهان وایي چې افغانستان او پاکستان ترمنځ د نږدې دوه زره کیلومټره سرحد شتون ددې سبب کیږي چې که بازار ته په رسمي ډول پاکستاني درمل وارد نه شي دا ډول درمل د غیرقانوني لارو بازارونو ته مخه کوي او په نتیجه کې به یې پاکستاني درمل د اوسنۍ بیعې څو چنده په لوړه بیعه وپلورل شي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې چارواکي وایي چې په اوس کې د افغانستان د درملو د واردونکو سوداګرو د ټولنې له پریکړې سره د کابل سربیره د ننګرهار، بلخ،هرات او د کندهار د درملو سوداګر یو ځای شوي دي.