د هغې افغان میرمنې انځور په اڼتريټ کې مشهور شوی چې د آزموینې پر وخت یې خپل ماشوم ته تی ورکاوه. دغه عکس په ټولنیزو رسنیو زیاترو خلکو د افغان میرمنو د زړهوړتیا او د حوصلې مثال بللی دی.
د افغانستان د ډایکنډي په ولایت کې یوې افغانې مور جهانتاب د کانکور د ازموینې پر مهال یې خپل دوه میاشتنې ماشوم په غیږ کې نیولی و، کله چې ماشوم په ژړا شو نو دغه مور په ځمکه کیناسته او ماشوم ته یې پداسې حال کې تی ورکړ چې خپله پرچه یې هم لیکله.
د ازموینې په مهال یو استاد یحی عرفان دغه مور جهانتاب له عکس وباسو او په خپل فیس بک یې شریک کړ.
د جهانتاب انځور په ټولنیزو رسنیو په سلگونو خلکو شریک کړیدی او زیاترو د هغې په اړه مثبتې تبصرې لیکلي.
سي این این لیکي چې جهانتاب د یوې نیستمنې کورنۍ ده او درې ماشومان لري.
افغان فعال خالد امیري لیکي
A woman in Daikondi Province of Afghanistan taking university entrance exam while tending to her newborn baby. This shows how resilient & ambitious #Afghan women are, who defy traditions & conservative social norms to pursue higher education ! pic.twitter.com/7FnyTYODT1
— Khalid Amiri (@KhalidAmiri01) March 19, 2018
"دا ښیي چې افغان میرمنې څومره زړهوړې او د هدف لپاره زیاراسیتونکي دي. دا میرمنې د ټولنې د محافظه کاره دودونو او رواجونو سربیره لوړې زدهکړې ترسره کوي."
د هغې نه وروسته چې ځینو کسانو د جهانتاب په اړه پوره معلومات شریک کړل. په برتانیې کې د افغانانو یوې ټولنې د انلاین مرستو ټولول پیل کړل. دغه ټولنه په خپل ټویټر لیکي چې غواړي د جهانتاب سره د پوهنتون د مصرف په برخه کې مرسته وکړي
په ټویټر فعالې یوې افغانې شهرزاد اکبر په یو ټویټ کې د جهانتاب په اړه لیکلي چې دا عکس ښیي چې افغان میرمنې به و نه دریږي. هغه په یو بل ټوبټ کې زیاتوي
The full story is out. Jahantab travelled 10 hours to take the exam. She was accepted to social science faculty. Her school fees come to 10-12k Afghanis every semester. Is looking for ways to pay them. Some ppl have already volunteered to help. https://t.co/vl7IdtU6EK
— Shaharzad Akbar (@ShaharzadAkbar) March 20, 2018
"مکمله قیصه معلومه شوه. جهانتاب د دې آزموینې لپاره لس دولس ساعته سفر وکړ. هغه د ټولنیز مطالعاتو په مرکز کې داخلې ته قبوله شوې وه. د هغې د پوهنتون د مصرف لپاره ځینو کسانو په انترنیت د مرستو غونډول پیل کړیدي."
په ټولنیزو رسنیو د افغانانو علاوه د نورو ملکونو کسانو هم د جهانتاب د تعلیم سره د مینې ستاینه کړې او غوښتي یې دي چې د هغې سره دې مرسته وشي.