شل تنه افغان سرتېرې په هند کې زدکړې کوي

په هند کې د افغان سفیر په وینا اوس مهال شاوخوا ٣٠٠ افغان پوځیان په هند کې زکړې کوي

دا لومړی ځل دی چې ښځېنه پوځیانې د زدکړو لپاره هند ته ځي. دغه پوځيانې مخکې لدې چې د زده کړو لپاره هند ته لاړې شي د ملي اردو په صحی، لوژستیک، خاصو ځواکونو او نورو مهمو برخو کې کار کاوه.

په هند کې د افغانستان سفیر شیدا محمد ابدالي د اشنا تلویزون سره په مرکه کې وویل"مونږ په هند کې په یوه وخت کې شا وخوا ٣٠٠ زدکونکي لرو چې د افغانستان د امنیتي ادارو؛ پولیسواو دفاع وزارت څخه داځي."

ښاغلي ابدالي زیاته کړه "یوه اونۍ مخکې مو د ښځینه پوځیانو روزنه هم پیل کړې ده چې درې هفتې به دوام وکړي."

دوي به په دریو اونیو کې د وسلو او مهماتو او نورو پوځي ابزارو پر استعمال ښوونه او روزنه ترلاسه کړي. افغان زده کوونکې هڅول کیږي چې له یادو روزنو څخه د ځپل ځان د دفاع په خاطر هم کار واخلي.

په هند کې د روزنیزې اکادمۍ کې کپتان سمرتي وایي" د افغانستان سره دوستانه اړیکې لرو او هڅه کوو چې له دوی سره خپلې تجربې شریکې او له دوی نه هم زدکړې وکړو."

د افغانستان د پوځ ډاکتره رابعه چې هند ته دغه روزنیز پروگرام ته تللې وایي"د ښځینه پوځیانو لپاره دغه روزنه ډیره مهمه ده ځکه افغانستان کې د پوځي روزنو لپاره داسې اکاډمۍ نشته."

افغانستان او هند قوي اړیکې لري. له طالبانو سره په جنګ کې هند د افغانستان یو نږدې متحد دی او دغه هېواد زرګونه افغان پوځيان روزلي دي.

د ښاغلي ابدالي په وینا په تیرو څو کلونو کې په هند کې د افغانستان شاوخوا ۴٠٠٠ پوځیان روزل شوي دي.