ځوانانو د دردیدلي ولس په نوم یو خوځښت پیل کړی

د سمون او بدلون لپاره د ځوانو فعالینو شبکه وایي د کابل څخه به نورو ښارونو ته هم د خپل دغه خوځښت لړۍ وغزوي.

نږدې یوولس ورځې وړاندې د کابل په شاه شهید کې د یوې خونړۍ پیښې وروسته د کابل په ګډون د افغانستان په یو شمیر ښارونو کې ځوانانو او د مدني ټولنې فعالانو د پاکستان پر وړاندې یو لړ اقدامات پیل کړي چې په کې ددغه هیواد د ځینوتولیداتو په ځانګړې ډول د درملوپه واردولو بندیز لګول هم شامل دي.

د دغسې مدني فعالیتونو په لړ کې د سمون او بدلون لپاره د ځوانو فعالینو شبکې هم نن په کابل کې د افغانستان دردیدلي ولس په نوم یوخوځښت پیل چې په ترڅ کې یې د دغه خوځښت فعالین هڅه وکړي چې‌ خلک د پاکستان د سیاستونو، او له طالبانو د ملاتړ کوونکو پروړاندې یو موټی کړي.

د ځوانو فعالینو شبکه وايي چې په دې وروستیو کې د پاکستان پروړاندې د افغان حکومت سیاست ددې لامل شوی چې پاکستان یو لړ غلوونکي کړنې د افغانستان پروړاندې ترسره کړي.

ددغې شبکې غړی احسان الله حکمت وايي دوی غواړي چې د پیل شوي کمپاین په مټ په کلیو او کوڅو کې وګرځي او خلک د افغانستان پروړاندې د پاکستان د سیاست په هکله لا نور هم پوهوي. دوی له افغان حکومت څخه غواړي هغه کسان چې په ترهګریزو بریدونو کې نیول شوي نومونه یې افشا او سزا ورکړل شي.

ښاغلي حکمت وړاندې وویل "پاکستان تل هڅه کړې ده چې د تروریزم د ملاتړلي په توګه کار وکړي همدا راز د افغانستان متحدینو په تیرو ۱۴ کلنو کې په میلونونو ډالر له پاکستان سره مرسته کړې ده آیا دا په دې معنی نه ده چې دوی د تروریزم له فابریکې سره مرسته کړې ده چیرته چې تروریزم تولیږي د تروریزم د ملاتړ هیواد سره یې مرسته کړې ده".

په ورته وخت کې یو شمیر د کابل ښاریان هم د پاکستان پر ضد د ځوانو فعالینو د شبکې له خوا د دغه پیل شوي کمپاین څخه ملاتړ کوي.

د کابل ښار یو تن اوسیدونکي ضمیر امریکا غږ ته وویل چې دوی هم غواړي چې په دغه کمپاین کې ګډون وکړي.

ضمیر وايي "دا کمپاین ډیر ګټور دی باید زموږ ماشومان هم دا کار وکړي مرګ دې وي پر پاکستان ژوندی دې وي افغانستان".

د ځوانو فعالینو د شبکې له خوا ددغه کمپاین سربیره نن په کابل کې د کار او پرمختګ په نوم د یو ګوند چارواکو او ملاتړو هم په دې وروستیو کې په کابل او نورو سیمو کې د وسله والو لخوا ترسره شويو بریدونو د غندلو لپاره د کابل د شهرنو په پارک کې خیمه وهلې ده.

ددغه ګوند چارواکي ادعا کوي چې پاکستان په مستقیمه توګه په ټولو هغو ترهګریزو بریدونو کې چې په افغانستان کې ترسره کیږي لاس لري.

د کار او پرمختګ د ګوند یوغړي‌ عنایت الله حفیظ امریکا غږ ته وویل چې دا ډول اقدامات دوي دې ته اړ باسې چې د خپلو امنیتي ځواکونو په کتار کې ودریږي او هغه هیوادونه چې پر افغانستان د برید نیت لري ورته ځواب ووايي.

عنایت الله حفیظ زیاتوي "هره ورځ نه غواړو چې ووژل شو، یو ځل دریږو د پاکستان پروړاندې دریږو، کله چې هم د افغانستان خلک سره یو شوي دي د نړۍ لوی قدرتونه یې مات کړي‌ دي".

په افغانستان کې یو شمیر سیاسي څیړونکي په دې باور دي چې مدني حرکتونه کولای شي پر پاکستان د فشار راوړلو لامل شي.

سیاسي څیړونکی ظریف ناصري‌ په دې باور دی چې باید مدني حرکتونه زیات کړای شي او خلک د خپل هیواد د حقونو د دفاع لپاره سره یو شي.

ناصري وايي "پاکستان علني مداخله کوي کوم حرکتونه چې پیل شوي دي زه امید لرم چې لومړی پاکستان دې ته توجه وکړي موږ نه غواړو چې مناسبات خراب شي، که چیرې دا حرکتونه ادامه پیدا کړي‌ یو غټ‌ عکلس العمل سره مخامخ کیږي دا د پاکستان په ضرر او د افغانستان د خلکو په ګته ده".

د افغان حکومت، مدني‌ ټولنو او عامو خلکو لخوا په دې وروستیو کې د پاکستان ضد ځوښتونو په داسې وخت کې په دننه افغانستان کې زور اخیستی چې پاکستان بیا په هر راز ترهګریزو بریدونو کې لاس لرل رد کړي‌ دي.

پاکستان د کابل په شاه شهید کې ځانمرګی برید په سختو ټکو غندلی او د پیښې د قربانیانو کورنیو د غړو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.

په هغه بیان کې چې د شاه شهید د برید وسروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت خپور کړی په کې ویلي دي دا هیواد په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګیدو لپاره څه یې چې په وس پوره وي ترسره کوي.

دا بیان وایي پاکستان د بل هر هیواد زیات د تروریزم د پدیدي څخه زیان لیدلی دی.